چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهایران د نژدې ۱۰۰ افغانانو مړي افغانستان ته رالېږلي

ایران د نژدې ۱۰۰ افغانانو مړي افغانستان ته رالېږلي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۹مه) ایراني ځواکونو نژدې سل تنه افغان پناه غوښتونکي، چې هڅه یې کوله په غیرقانوني ډول ایران ته واوړي، وژلي او مړي یې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته سپارلي دي.

د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې ایراني پوله ساتو نه یوازې سل افغان پناه غوښتونکي وژلي بلکې سلګونه نور یې په مرمیو یا په وهلو – ټکولو ټپیان کړي دي.

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسوولان هم وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۶۰ ډېر وهل شوي او ژوبل شوي افغانان له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي دي.

د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی د ایراني ځواکونو له لوري بد وهل شوي دي.

د لوېدیځو سرچینو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې تر یو ملیون ډېر افغانان ایران ته تللي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لوېدیځو هیوادونو له افغانستان سره مرستې ودرولې او امریکا د افغانستان شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره شتمني کنګل کړه. له بلې خوا سلګونه زرو کسانو، چې په اردو، پولیسو او نورو برخو کې یې کار کاوه، دندې له لاسه ورکړې دي چې په نتیجه کې یې د افغانانو اقتصاد خراب شوی او ملیونونه کسان بیړنیو مرستو ته اړ شوي دي. له همدې کبله ډېر افغانان هڅه کوي چې ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شي.

1 COMMENT

  1. الله ج دي ایران په اسرایلو تباه کړی او پاکستان دي په هندوانو تباه کړی.
    زمونږ دغه دوه ډیر بی رحمه، ډیر کم عقله، ډیر فاسد او غله، ډیر متعصب او بی دینه، ډیر دوکه مار او کاذب او ډیر ځناور او وحشی دښمنان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب