شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مقاومتي اقتصاد/ ستانکزی

مقاومتي اقتصاد/ ستانکزی

د کارل مارکس، اینګلز او په ټوله کې د مارکسیزم او کمونیزم تیوري دا ده چې اقتصاد زیربنا ده او د ژوند ټول دار و مدار په همدې باندې ولاړ دی چې سیاست، تاریخ او کلتور تر اقتصادي سلطې لاندې وده کړې او دا هر څه د هماغې طبقې په لاس کې دي، څوک چې اقتصاد لري او اقتصادي حاکمیت د ټولو په سر کې قرار لري. اوسنۍ نړۍ هم په همدې تیوري باندې روانه ده که څه هم په ښکاره به موږ د دې ډول تیوریو مخالف یو خو په یو نه یو ډول یې خپله تطبیق کوونکي هم یو. موږ ګورو چې سیاست، امنیت او ثبات د هغه چا په لاس کې دی چې اقتصادي حاکمیت لري او نړۍ د همدې اقتصادي استعمار له امله د داسې بدو ورځو میلمنه ده.

دا چې، افغانستان په اوس وخت کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په ډیرو برخو کې داسې حس کیږي، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کوم څرګند کار نه ترسترګو کیږي، که څه هم هغسې چې د دې اقتصاد د رامنځته کیدو لپاره دلیل ګڼلی شو هغه اقتصادي بندیزونه دي په اوس وخت کې په څرګنده توګه داسې څه نه ترسترګو کیږي خو بیاهم د شتمنیو کنګل کیدل، د حکومت په رسمیت نه پیژندل او نور ډول ډول فشارونه هم د مقاومتي اقتصاد د رامنځته کېدو لپاره یو مهم دلیل کیدای شي.

پیژندنه

مقاومتي اقتصاد هغه اقتصاد دی، چې په یوه هېواد او کمپنۍ د لګول شویو بندیزونو په وړاندې هڅه کوي تر څو د زیات تاوان او کړکیچ مخنیوي وکړي په دې توګه کله، کله تخینکي ډلې دا ګواښونه په فرصتونو بدلوي او د مشهورې خبرې په مصداق چې ضرورت د ایجاد مور ده، خبره ریښتوني کیږي.

په دې اقتصاد کې ستره برخه په وارداتي اقتصاد اتکا کمول یا ختمول دي او خپلو سیمه ییزو او کورنیو تولیداتو ته پراختیا ورکول او د هغې پالنه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

که په لنډ ډول ووایو، مقاومتي اقتصاد له هغه اقتصاد څخه عبارت دی، چې پر بندیزونو، فشارونو او سیاسي بې ثباتۍ سربیره بیا هم اقتصادي رشد رامنځته کړي او هېواد ته نجات ورکړي.

د مقاومت اقتصاد مفهوم دا دی چې په ځان بسیا اقتصاد ولرو، د نورو له احتیاجه خلاص اوسو، اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کړو او په بندیزونو، سیاسي فشار او سختو شرایطو کې د ژوند ورځنۍ چاره روانه وساتو.

د مقاومتي اقتصاد د بندیزونواو اقتصادي فشار په وړاندې د مبارزې یوه پراخه تګلاره ده، چې د بندیز لګوونکو په وړاندې د مقاومت اقتصادي جبهه کې د خپلو شته امکاناتو پر مټ جګړه ترسره کوي. (Mohammadi, , 2018)

په لنډ ډول که ووایو د (resistance economy ) اصطلاح د مزاحمت، مقاومت او مبارزې په مانا ده.

تاریخچه

مقاومتي اقتصاد اصطلاح په لومړي ځل د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه یي له لورې په (2010) کال کې له ایراني سوداګرو سره د لیدنې پر مهال وکاروله، چې د لوېدیځ بندیزونه یې هدف وه. (Shafia & Loghman, 2019) (

همدارنګه په ( 2007 ) میلادي کال کې د اسراییلو او مصر له لورې په غزې تړانګه باندې د ترانزیټ لارې تړل او بندیزونو ته په کتنې کله چې په ( 2011 ) میلادي کال کې په غزه کې د Islamic University of Gaza  له لورې په یوه اقتصادي سمینار کې د پروفیسور Salah R. Agha لخوا د (resistive economy) اصطلاح وکارول شوه (Salah R. Agha, 2012)

مقاومتي اقتصاد کله بریالی کیدای شي.؟

باوري خبره ده، چې موږ اوس له همدې ډول حالت سره مخامخ یو اړتیا ده، چې په نورو د اکتا د ختمیدو لپاره له مقاومتي اقتصاد څخه کار واخلو په ځان د بسیاینې لپاره لازمه ده، چې د خپلو داخلي سرچینو څخه د استفادې فکټور پیاوړی او دې برخې ته جدي پاملرنه وکړو لاندې ځېنې ضروري سپارښتنې د مقاومتي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

لومړی: د ځان بسیاینې لپاره ملي تفکر

تر ټولو مهمه خبره د ملي احساس له مخې د ژوند ټولې چارې عیارول زموږ مسؤلیت دی همدا تفکر چې د نورو له احتیاجه ځان خلاصول د بشپړې اقتصادي خپلواکۍ لپاره یو اصل ګڼلی شو دا ملي روحیه باید شعار نه بلکې په عمل کې هم پیاده کړو،او عملا ددې برخې لپاره لومړی له خپل ځان نه شروع او د خپلې وسې سره سم یې له نورو سره د بحث وړ ټکی وګڼو.

د خودکفا اقتصاد تحرک رامنځته کول د مقاومت اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د یوه اصل په توګه یادولی شو.

دویم: له کورنیو او سیمه ایزو تولیداتو څخه ملاتړ

مخکې مو وویل، چې ډیر کله هوښیار ملتونه ګواښونه په فرصتونو بدلوي خو موږ تل سرچپه کار کړیدی  کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ مو له ډیرو اقتصادي ستونزو خلاصولی شي دا هغه وخت شونی دی، چې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د رشد او پیاوړتیا لپاره په دولتي او ملي کچه ملاتړ او ملي بحث رامنځته شي، حکومتونه داسې فرصتونه برابر کړي، چې په کور دننه د تولید شوو توکو لپاره د کیفیت له چارو را نیولې تر بازار موندنې پورې په خپل کنټرول کې ولري.

پدې برخه کې ډیری داسې بېلګې شته، هغه هېوادونه چې اقتصادي بندیزونه پرې لګیدلي دي تل یې مراجعه په لومړي سر کې خپلو داخلي منابعو، کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته کړې ده چې پدې برخه کې شمالي کوریا، مکسیکو، ایران او فلسطین په ترتیب سره د تیلو، زراعت ، ټیکنالوژي او ګڼو نورو برخو باندې تمرکز له بحرانه خلاص کړیدي.

درېیم: په کور دننه د شته ظرفیتونو او بشري سرچینو څخه استفاده

په مقاومتي اقتصاد کې یوازې دا نه ده چې موږ دې په تولیدي او صنعتي برخه کې کار وکړوبلکې د سرچینو په سم مدیریت باندې هم ډیر فوکس کیږي، د همدې ټولو برخو د سمې کارونې او په سمه توګه د رهبرې کولو لپاره بشري سرچینو ته ډیره اړتیا ده داچې په اوس وخت کې د دولتي بڼې بدلون سره ډیره روزل بشري شوې قوه بې کاره شوې او په مسلکي بستونو غیر مسلکي خلک ګمارل شویدي دا خپله د یوه ستر خطر په توګه په اقتصاد باندې اغېز لري، هغه ظرفیتونه چې په تیرو څو کلونو کې رامنځته شویدي نه باید ضایع شي که د نورو هېوادونو مسلکي خلک راغوښتل کیږي طبیعي خبره ده چې په لوړه بیه به یې له ظرفیتونو استفاده کووچې دا خپله اقتصاد ته تاوان رسوي.

په کورنیو ظرفیتونو تکیه کول نه یوازې اقتصادي رشد رامنځته کوي بلکې د ټولنیزې ودې او ثبات لپاره هم مهمه خبره ده.

څلورم: خصوصي سکتور ته وده ورکول

تاسې به خبر یئ، چې د ګاونډیو هیوادونو سربیره د ډیرو هېوادونو فابریکې د افغانانو په پانګونې روانې دي په کوردننه خصوصي سکتور ته وده ورکول او ددې زمینه برابرول چې افغانان خپله پانګونه په کور دننه په خلاص زړه ترسره کړي د ځینو پروژو او تولیداتو لپاره تصدي ورکړي او ددې هڅونې لپاره ورته یوه یا دوه کاله مالیه معاف یا یې بیخي کمه کړي.

د مقاومت اقتصاد اصطلاح کې دولت سره د خصوصي سکتور همغاړې کول او پانګونې لپاره د زمینې برابرولو سره سم یادولی شو.

پنځم: د لګښتونو مدیریت

د حکومتونو له لورې  په مصرفي اقتصاد کنترول او د خلکو له لورې په لګښتونو سپما د یوه هېواد اقتصادي بنسټونه ګڼلی شو ، موږ په اقتصادي قاموس کې د ټایګر اقتصاد په نوم یو اقتصادي اصطلاح لرو چې دا  (Asian Tiger Economy) اصطلاح د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګونو ته کارول کیږي چې معمولا، هانګ کانګ، جنوبي کوریا، سنګاپور،  او تایوان هېوادونو ته ځانګړې شوې ده دا اصطلاح ځکه ورته کارول کیږي چې، پورته هېوادونو اقتصادي وده له معمول څخه زیاته وه د پورته ذکر شویو هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا کې ددې هېوادونو د خلکو  پوهې کچې د زیاتوالي، صنعت ډېر والي، صادراتو او همدارنګه د خلکو او حکومتونو د کنترول له وجهې د سپما زیاتوالی یې ستر لاملونه دي. نو همدې له مخې، سپما او کنترول د یوه ارزښت په توګه یادولی شو.

اوس چې مو هېوادوالو له خورا سختو شرایطو رنځ وړي نو پکار ده چې له کمو سرچینو زیاته ګټه پورته شي او همدا د اوسنۍ نړۍ د بریا راز دی.

پدې برخه کې یوازې دولتونه نه دي مسؤل، بلکې عام خلک هم باید توجه وکړي او د خپلې اړتیا سره سم لګښتونه وکړي، د لګښتونو کنترول او سپما د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساس ګڼلی شو.

فلسطیني دولت د خپلې اقتصادي بقا لپاره له همدې روشه استفاده کړې او په دولتي کچه یې د لګښتونو راکمولو لپاره پالیسي جوړه کړې. (Alaa Tartir, 2012)

پایله :

 په ټوله کې مقاومتي اقتصاد زموږ پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو او سیاسي بې ثباتۍ په ځواب کې یوه مبارزه او مقاومت دی، د مقاومت اقتصاد په خپل ذات کې یو لړ ستونزې هم لرې تر ټولو ستره ستونزه یې په اکاډیمیک لحاظ ددې اصطلاح د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه دي، چې ډیری اقتصاد پوهان یې د یوې اضافه اصطلاح په توګه یادوي او دا یوازې د ایران د رژیم له لورې د خپلو خلکو څخه د ځان خلاصون په توګه کارول کیږي تر څو بهرنیان د بې ثباتۍ لامل په ډول ور وپیژني.

اکثره ایرانیان د مقاومتي اقتصاد اصطلاح یوازې یو شعار ګڼي او د عملي کېدو شونتیا یې نه ګوري پدې کې په امریکا کې میشت ټولنیز او سیاسي کارپوه مجید محمدي هم شامل دی، د هغه په وینا د ایران رژیم خپله د مقاومتي اقتصاد لپاره د لګښتونو د کموالي خبره کوي خو په لوړه کچه لګښتونه همدوی کوي او منابع مصرفوي، دوی ددې لپاره دا شعار وړاندې کوي، چې د ایرانیانو لپاره د ژوند هغه معیارچې دوی ټاکلی راضي کړي او خپلې خوښې ته پرې نښودل شي. (Majid, February 09, 2018)

د اقتصاد ډیر پوهان دا د اقتصاد یو ډول پالیسي ګڼي او په ( 1950 ) میلادي کال کې د لاتیني امریکا لپاره د وارداتو په مقابل کې خپل صنعت پیاوړی کول یا Import substitution industrialization)  ) اقتصادي تګلارې ته ورته ګڼي، چې پکې د لازمو سهولتونو او کورنیو تولیداتو د نرخونو لوړوالي له امله ناکام شوچې په نتیجه کې خلک ترې منصرف شول.

دا پورته اصطلاح د کمونیزم او سوسیالیزم د مفکوري څخه په تاثر د Raúl PrebischHans Singer,    Celso Furtado, له لورې رامنځته او شهرت یې پیدا کړ.

په لنډ ډول ویلی شو، چې مقاومتي اقتصاد د بندیزونو او فشارونو د خطراتو او تاثیراتو راکمول تګلارې څخه عبارت ده، چې په ملي تولیداتو، داخلي سرچینو او نورو اقتصادي برنامو باندې ډیر تمرکز کوي.

References

1 .Alaa Tartir, S. B. (2012, February ). Defeating dependency, creating a resistance economy. LSE Research Online, 2. Retrieved from http://eprints.lse.ac.uk/

2 .Majid. (February 09, 2018). ‘Resistance Economy’ Means Prosperity for Few, Poverty for Many. radiofarda. Retrieved from https://en.radiofarda.com/a/iran-resistance-economy-khamenei/29029815.html

3 . Mohammadi, M. (, 2018). ‘Resistance Economy’ Means Prosperity for Few, Poverty for Many. radiofarda. Retrieved from https://en.radiofarda.com/a/iran-resistance-economy-khamenei/29029815.html

4 . Salah R. Agha, L. G. ( 2012, October 22). Multi-criteria governmental crop planning problem based on an integrated AHP-PROMETHEE approach. inderscienceonline. Retrieved from https://www.inderscienceonline.com/doi/abs/10.1504/IJAMS.2012.049926

5 . Shafia, M. A., & Loghman, S. A. (2019, May 23 ). Designing a Conceptual Model for People’s Participation in Resistive Economy: Text Grounded Theory Approach Based on Islamic Thoughts. Institute of Electrical and Electronics Engineers( IEEE ). Retrieved from https://ieeexplore.ieee.org/abstract/document/8720651

2 COMMENTS

  1. دداسی لیکنو په هیله یوو، دلیکونکی دی کور ودان وی.
    زه خو وایم چه کوبا هم دیادولو وړ ده. زما دهغوی دپنځوس کلنو موترو چلول خوښ دی.
    دمقاومتی اقتصاد سره بل نیزدی اصطلاح دخود کفایی اقتصاد ده. دجنوبی اسیا لوی دولتونه لکه اندونیزیا مالیزیا او نور همدی ټکی ته متوجه دی او وروسته دایکسپورت یا صادراتی اقتصاد دمشکل نه متوجه سوی چه ځینی سیکتورنو ته توجه وکړی کوم چه اولیه مواد بلل کیږی. دا چه افغانستان یو معکوس شکل لری نو هغه ته دکوبا، ایران، شمالی کوریا، او فلسطین اقتصادی مدریت دسرمشق وړ بللی سو.
    زمونږ مشکل ځانته نه کتل دی، او له لیمڅی نه دباندی دپښو غزولو عادت مو زده کړی دی. اقتصاد هم دیو محدود اقلیت په خوښه پرمخه وړل سوی ده. په کابل کی دنیویارک سهولتونه غوښتل سوی. له همدی سبب نه دافغانستان اقتصاد مصرفی (کانسیومریست) اقتصاد دی چه دتولید په ځای لس چنده واردات لری. زراعتی توکی مو دخارج په مزاج تولید کړی او خپل خلک مو هیر کړی. اوسنی حکومت هم ښکاری چه دغنمو او نورو ورته محصولاتو پرځای دمیوو په ډیرولو کی مصروف دی کومی چه دصنعتی محصول په ځای بی مصرفه خوسا کیږی.
    امریکا چی دکاغذ دتورولو حق ځان ته ورکړی چه په خلکو یی بی پوښتنی وچلوی افغانان یی هم په دی مفت اقتصاد اموخته کړی او لاهم کوشش کوی دهغو مفتو کاغذو په زور په افغانستان کی غیر دولتی اقتصاد وچلوی. هیله ده طالبان یی دمناسب وخت لپاره لازم وبولی او په عین حال کی دخودکفایی پروګرامونه ګړندی کړی.
    مونږ اوس یو بل مشکل لرو. هغه داده چه که واردات کم سی هغه به دملی بودجی په کسر تمام سی. دا په دی معنی چه افغانستان وارداتو ته ضرورت لری ترڅو دهغو په مالیه باندی نوری ملی پروژی پرمخ ولاړی سی. هیله ده حکومت او داقتصاد متخصصین سره کینی او د یو متوازنی پالیسی او پلان ګذاری په لور تصمیم سره ونیسی.

  2. یوه بله خبره چه اوس می په باد سوه.
    چین او روسیه هم دافغانستان په توګه دغربی امپریالیستانو تر محدودیتو لاندی ژوند کړی او په پښو دریدلی دی او بیا دغرب سره مقابله پیل کړی. افغانستان باید هغه کامیاب دولتونه وبولی او دهغوی نه درسونه واخلی. خصوصا چین چه ددوهم جهانی جنګ نه وروسته دافغانستان په ډول مسکین او بی تیکنالوجی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب