یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې په کابل کې خپل دفتر پرانیست

اروپايي ټولنې په کابل کې خپل دفتر پرانیست

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) ‏‏ ‏اروپایي ټولنې د پخوانۍ ژمنې په اساس، د په کابل کې خپل سفارت پرانېست.

.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دا کار ډوی سره د يادې ټولنې د استازو د پرلپسې ملاقاتونو او تفاهم پايله ده.

‏د سرچينې د معلوماتو له مخې، اروپايي ټولنې د مخکینیو ۲۲۰ ميليونه يورو بشري مرستې سربېره پرون ۲۶۸ ميليونه يورو نوره مرسته هم اعلان کړه او يوه برخه يې د ښوونکو معاشونو ته ځانګرې کړه.

د طالبانو حکومت د دغه اقدام هر کلی کړی دی.

اروپايي چارواکو مخکې ویلي وو، چې په کابل کې د دفتر پرانيستل يې د طالبانو د په رسميت پېژندلو مانا نه لري، بلکې دغه ګډ دفتر په دې موخه پرانيزي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو همغږي تنظيم کړي.

د حزب اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي انجنير کريم امين څه موده مخکې په ډله ییزه توګه د اروپايي ټولنې د يوه دفتر پرانيستل د خواشينۍ وړ او په دې مانا ګڼلې وه، چې اروپايي ټولنه په اوږدمهاله توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه غواړي وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب