Home+د مینې او پخلاینې بابا / ولي الله ملکزی

د مینې او پخلاینې بابا / ولي الله ملکزی

نن د سولې، مینې او بیدارۍ د بابا (خان عبدالغفار خان) څلوردیرشم تلین دی. د یو داسې پتمن انسان د مبارزې یادونه او لمانځنه ده چې خپله خاني، هستي، عیش او عشرت یې د یو پاشلي او ناغیړه قوم د شعوري بیدارۍ په خاطر، د تاواني سودا په تله کې کيښود. له جابر پيرنګي سره د مقابلې له امله یې کمربند وتړلو او د (حق ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي) شعار یې پورته کړ. د خامتا او بېستۍ جامي یې په غاړه کړې او د ګواښونو له خطره بې پروا، په خپل هدف پسې لیونی سپیلنی وګرځيد. پیرنګي ترې ویره محسوسه کړه او د ۳۷ کالو لپاره یې د زندان د تورو تمبو ترشا په پنجرو کې ولچک کړ. خو هغه د حق او خود ارادیت له غږ څخه توبه ګار نه شو؛ په هر فرصت کې یې د خپل قام د تربیې هڅه وکړه؛ ولس یې د علم رڼا ته را وبللو او له جنګ او تشدد څخه یې د کرکې چل ورزده کړ.

ما ته خپل ځان بختور ښکاري؛ د ابتدائیه ښوونځي په دریم ټولګي کې ووم چې دغه ستر انسان، کونړ کې د نرنګ لیسې ته راغی. د نورو کمکیو شاګردانو په کتار کې زه هم ولاړ ووم چې د سولې دغه علمبردار او سرلاري مشر ته مې د ژیړو نرګسو غنچه ورکړه. زما په سر یې لاس کش کړ او شاباش یې راته وویلو. بیا مې په تنکۍ ځوانۍ کې د هجرت په مهال د پيښور په ګینټه ګهر کې په داسې حال کې له لیرې ولید چې هغه یې په کیجاوه کې راوړ او د غونډې ټول خلک ورته په ګډا شول. دغه مهال، مونږ ته په غوږونو کې دا ټپه ویل کیده چې غفار خان خو د روسانو یار دی، هغه غدار دار دی او ځای یې دار دی.

خو اوس په سپینې ږیرې د دغه بابا د داعیې او مبارزې په قدر پوهیږم چې هغه څومره منلی او ویاړلې انسان وو. په کابل کې د هستوګنې په مهال؛ د هغه یاور چې زما نژدې دوست دی؛ تیر کال په همدې شپو ورځو کې ما ته وویل: (په خان بابا باندې د پنځه وخته لمانځه قضايي نه وه، هره ورځ به یې د قرانکریم تلاوت کولو او ټول خوراک یې بی بورې شیدې او سلاته وه. هیڅکله یې ما ته په آمرانه لهجه خبره نه کوله. کله به چې د هغه لپاره ځانګړي خواړه راغلل، نو د حویلۍ د باډیګارډانو مخ ته به یې کښودل او بیا به روان به شو).

د سیف الله خان اتمانزي لمسی او د بهرام خان زوې (خان عبدالغفار خان) د ۱۸۹۰م کال د فبرورۍ په شپږمې نیټې زیږیدلی؛ د ۱۹۸۸م کال د جنورۍ په شلم تاریخ وفات او په جلال آباد کې خاورو ته سپارل شویدی.

په قبر یې د رڼا ګانو باران. اروا یې ښاده او لار یې له لاره وو ډکه.

 مینه او مننه

2 COMMENTS

  1. د ښاغلي ولي الله ملکزي ټولې لیکنې په زړه پورې دي ، په مینه یې لولم .
    د مینې او پخلاینې بابا ته د الله تعالي اته واړه جنتونه په نصیب کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...