دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهط د کمال خان بند اوبه ايران ته ور خوشې کړې

ط د کمال خان بند اوبه ايران ته ور خوشې کړې

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) ‏ايراني چارواکو ويلي، چې ایران ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي له سفر څخه وروسته، طالبانو د کمال خان بند اوبه دغه هېواد ته ور خوشې کړي دي.

په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال حسن مرتضوي د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي، چې ايران ته د ملا متقي په مشرۍ د طالب پلاوي د سفر پر مهال په دې اړه ځینې هوکړې شوي دي.

ايراني ديپلومات د دغې هوکړې نور جزییات نه دي روښانه کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ايران له پخوا څخه افغانستان سره د اوبو د وېش په سر جنجال لري.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو سره هم مهاله، له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره د ایراني چارواکو د دښمنۍ او له طالبانو څخه يې د پوځي او مالي ملاتړ يو اصلي دلیل د افغانستان د اوبو مدیریت ته د ښاغلي غني جدي هڅې ګڼل کېږي.

8 COMMENTS

  1. که د اوسنی ایران حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت و پېژاند، معلومه ده چې د کمال خان د بند د اوبو د ناموس په بیعه اخیستل شوی.

  2. شرم نو په طالبانو کښی شته
    نو په منجایدونو کښی

    دا دیر بیغیروته او سپک خولک دی
    ناجیب صوحب ډاکپر به ویل
    دا زولیل خلک دی غولومونو غولومان دی

  3. ای سوډورو واکدارانو ! دایران حقابه ۲۲متره مکعبه اوبه دی تاسو دډیم درې واړه دروازې ورخلاصې کړې – خپل ناموس دومره خلاص کړی چې خلک یې یواځې مخ ووینی – تاسو دخپل ناموس مندکه هم دهغوی په اختیار کې ورکړه

  4. ببرک جانه کم عقله کیږه مه – همدا اوبه دی چې په ډیم کې ذخیره کیږی – دجوزا په میاشت کې ته بیا داسې اوبه نه لرې ددې اوبو په زیم دټول چاربرجک شاړې او حاصلخیزې مځکې خړوبیدای شی آن دقلعه ی فتح دښته هم سمسورولی شی خدای دموږ هیڅکله نه (بې آبه ) کوی اوبل داچې اوبه په لمن کې نه بلکې په ډیم کې دڅو کلونو لپاره ذخیره کیدای شی او دځمکې لاندې زیرمې هم شتمنې کولای شی

  5. ثابت صاحب که د مرحوم موسی شفیق دتړون په معیار یی ګزوې نو بیا ددغه تېرو څو لسیزو د ګډوډیو په موده کې چې له اندازې زیاتې اوبه ایران ته بهیدلي،واسکټیان (طالبان) باید اوس له ایران سره دهغه اوبو حساب هم وکړي .

  6. سیال خانه هرڅه باید معقول وویل سی. چه لیونیانو باباګانو ته مو څه نویل نو اوس لغړو طالبانو ته ویلی برګ سئ. متل دی چه اول خپل کور کولپ که. دقانون په لحاظ خپله پړه په بل نه اچول کیږی. که زه ایران یم نو بیا به ووایم چه ستا له غفلته ما ډیر مصرفونه کړی او تاوان می لیدلی ترڅو زیاتی اوبه مهار کړم. اوس نو دهغو تاوان هم راکړه.
    مطلب دا هرڅه به وایو خو په عقل باندی بنا به وایو. دا دروس او امریکا په ګټه او دخپل تاوان په ګټه به اپلتی نه وایو. دا قانونی خبره ده. دمسؤل دولت په ډول افغانستان باید مسؤلانه اقدامات وکړی. داسی نه چه څوک ووایی غوږ مو سپی خوړلی او تاسی بی له غوږ ته لاس وړلو سپی وډبوی. سهار ویل سوی بند خلاص سوی او سوډرانو بیا په طالبانو ور ځخاستلی دی خو په په ماسپشین کی بیا هغه خبره رده سوی وی.
    افغانان باید خبره تحقیق ته ورسوی او بیا خپل نظر ورکړی. دکرزی او عنی دی خدای کور خراب کړی چه دوی حنګه خلک روزلی چه دافغانستان ګټو ته نه ګوری او غواړی تیر مړی را ژوندی کړی.
    هغه بیفکره افغانانو ته زما توصیه ده چه دایرانی سیکالوجیست چه داکتر هلاکویی نومیږی دافغانستان په هکله توصیه په یوټیوب واوری چه بیده دماغونه ښه راویښولای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب