یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیونس قانوني: ط به یا ټول ګډونه نظام جوړوي، یا به نابود...

یونس قانوني: ط به یا ټول ګډونه نظام جوړوي، یا به نابود شي

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یوه پخواني مرستيال ولسمشر محمد یونس قانوني طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که ټول شموله نظام جوړیدو ته غاړه کینږدي، نابود به شي.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې وويل: طالب یوه جنګي ډله ده، چې واک ته رسېدلې او اصلي ستونزې یې اوس پیل شوي.

د هغه په وينا، طالبان اوس دوه انتخابه لري چې یا د سیاسي پړاو، ټول ګډونه نظام او د خلکو ارزښتونو سره تعامل وکړي او يا به نابود شي.

‏د‌ شمال ټلوالې نورو داسې مشرانو هم طالبانو ته ورته ګواښونه کړي، خو د طالبانو د ددفاع وزير مولوي یعقوب مجاهد ويلي چې د طالبانو مخالفین به یا د دوی له امیر سره بیعت وکړي او یا به نابود شي.

طالبانو د يونس قانوني څرګندونو ته په مشخص ډول غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې داسې ښکاري، چې طالبان له نړيوالې ټولنې او افغان سیاستوالو سره د ټول شموله حکومت د جوړیدو او نورو شرايطو په اړه هوکړې ته نه دي نیږدې شوي.

8 COMMENTS

  1. او کچبری تاسو لنډغرو ته یی په حکومت کی ځای ورکړ بیا نو هیڅ خبره نشته. آزمودن را آزمودن خطاست. نور فکر کوم چی لنډغرو ته په هیڅ صورت په افغانستان کی ځای نشته څه رسه حکومت کی. د امارت له چارواکو هیله لرو چی د مسعود چهاراهی هم په پخوانی نوم کړی او له هغه ځایه د دغه خایین غله عکسونه هم لری کړی. زما خو طالبانو سره چندان جوړه نده خو د لنډغرو په ورکولو کی یی ډیر خوشحاله کړی یم. الله د دوی بیا نه راولی. هغوی هم د غنی په عکس باندی ډزی کولی او هم یی په حکومت کی ۵۰٪ ادعا کوله فکر کوی چی اوس هم همداسی به وشی. په کرزی دی لعنت شی چی دغو لنډغرو ته یی موقع ورکړه.

  2. د کرزی په لمړی وخت کی یونس قانونی د کورنیو چارو وزیر وه. دغه بی ضمیره انسان د حکومتی زندانونو تر څنګ په کابل او پنجشیر کی شخصی زندانونه په پټه جوړ کړی وه، چه زمونږ ّهیوادوال به یی په دغه زندانونو کی لمړی شکنجه کول او وروسته به یی وژل.

    د دغه بی ضمیره زندانونه هغه وخت رسوا شول چه زمونږ زیاتره پښتانه به په کابل کی ورکیدل، کرزی هم پری خبر نه وه، امریکایان هم پری خبر نه وه، کرزی به امریکایانو ته ویل چه ځمونږ یو تعداد هیوادوال په کابل کی ورک او تری تم کیږی، او افغانان په تاسو شک لری، بلااخیره دغه شخصی زندانونه د امریکایانو لخوا رسوا شول، او کرزی ته یی وویل چه دغه شخصی زندانونه د یونس قانونی لخوا جوړ شویدی، لنډه دا چه د یونس قانونی دغه وحشی او د تعصب څخه ډک زندانونه رسوا او وروسته یی د کورنیو چارو وزارت څخه لری کړو.
    اوس د ټولو هیواد والو څخه خواست کووم چه د یونس قانونی د دغه شکنجو، قتلونو او جرمنو خبر او دوسیه په هالنډ کی د جرمنو محاکمی (هاګ) ته ورسوی. البته د انترنیت، خط ، میسیج او تلیفون دلاری د هاګ محاکمه په جریان کی اچولی شی. په احترام

  3. ((…د هغه په وينا، طالبان اوس دوه انتخابه لري چې یا د سیاسي پړاو، ټول ګډونه نظام او د خلکو ارزښتونو سره تعامل وکړي او يا به نابود شي.))

    طالبان دې د لنډغر قانوني خبره و مني، خامخا دې یې و مني! خو:
    له دیګانانو، مغولو، ترکتبارانو او نورو وړو وړو قومونو څخه دي د خپل ځان په شان ملایان، قاریان او مولوي صاحبان حکومت ته ور ګډ کړي!
    والسلام

  4. دوی د اسکندر خبیث پاتې خوشايي دي چه اروپایي ټولنه ورپسې پټه ده، ارووپاییان د دغو له لارې پرله پسې کړکېچن جوړ کړی، له ۱۹۶۳ نه په ارووپا کې مې تحقیقات شروع کړ او پوه شوم چه ارووپایان پښتنو سره بد وضعیت کوي. تر هغه چه یو سویسی جنرال *شتاهل* په ۱۹۹۰ کال کې ماته يې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، د ده لاس له کار نه ونیول شو، چه دا راز يې راته وویل او زه پوه شوم چه ولې له پښتنو نه ورووسته تروریستان او اسلامي متعصبین جوړ شو! دې له پاره چه نړۍ کې بدنام شي او وکولولای شي چه د ممل متحده ټولنې له لارې د پښتوون نوم ورک کړي، او د اسکندر خبیث مقدوونیانو له خوا او ګډ لاس چه په پنجشیر و نورستان نه تر بدخشان او تاجکستان له لارې ځان له دغې لارې په آسیا کې ټینګه کړي ، خو هند و روسیه او چین په په دې راز تر آخره خبر ؤ او پرې يې و نښودل چه افغانستان او پښتانه د غربیانو غلام شي او بیا ارووپایان خپله غلامي حلقه څرنګه يې چه د افریقا په غاړه که يې واچؤ، په آسیا کې ناکام شول، او دغه نامووس خرڅونکي قانووني او نور یې بیا لمسول شوي دي چه دا د ټول ګډن حکومت لاره دې ونیسي، پښتانه چه د ظاهر له دورې نه بدبخت وساتل شول، او یا د خلق او پرچم له لارې هم بدنام شول او د دین له لارې هم، زه حیران یم، څه به وشي! موږ نه فني خلک لروو او نه متخصصین!

  5. هېر مې شو چه دا هم ولیکم چه یو نوی کتاب چه دروند څېړنو نه وروسته ده 1177 BC نامه لاندې نشر ته شپږ میاشتې پخوا نشر شو، ترې ډېر واقعات لاس ته راځي!

  6. afghans don’t want former corrupt likeQANOONY/FAHIM FAMILY BESMELLAH/ISMAIL KHAN KHARZAI/ABDULLAH ATTANOODR AND DUSTEM.
    THEY DRINKS ALOT AFGHANS BLOOD.ENOUGH IS ENOUGH.
    WE DON,T WANT PAKISTANI ISI AGNTS EMPLOYEE,
    WE HAVE THOUSANDS AFGHAN EDUCATED&PROFESSIONAL EMPLOYEE PLEASE CHOICE RIGHT AFGHANS FOR DUTY..IN NANGARHAR THOUSANDS PROFESSIONAL ARE UNEMPLOYEE,INVITE THEM FOR JOBS.
    THANK YOU

  7. ته رذيل قاتل غاصب دغه حلوا حلوا نارې وهه که د خوله خوږه سوه. ته بيا غواړې سي ستا هر حرامي هم سفير او وزير وي ؟ تف لعنت په تاسي موزيانو غلو او ناموس پلورونکو. ستا دغه هيلې به قبر ته درسره يوسې.

  8. قانونی که خود را از مبتکرین معامله بن معرفی کرده و به همین اساس از بنیانگذاران جنگ با طالب و جنگهای داخلی بوده و چنانچه برادران ما فرمودند از مبتکرین زندانهای شخصی و صدها فساد دیگر ثابت شده و نیازی به آزمودن مزید نمانده و به اتفاق همه ای برادرانم او را منحیث ام الفساد به تاریخ خائنین ملی بسپارید.این ملت را دگر مستحق خدمت دانسته بنام و القاب فریب دهنده اجنبیان و طراحی مغرضانه نباید وقت گریه یتیم،بیوه ،معیوب و فقیر را اضافه کرد و  مؤمنانه به فاستبقوا الخیرات عملا خود را آماده کرد و کسانیکه در ۳۰سی سال گذشته در تنظیم و حکومت ،شناختی از منافع ملی بجز خیانت نداشته دگر ارزش بحث را ندارد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب