دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ادارې اصلاحاتو کمیسیون د بيرته فعالیدو خبر ورکړل شو

د ادارې اصلاحاتو کمیسیون د بيرته فعالیدو خبر ورکړل شو

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د طالبانو چارواکي وايي، چې د جمهوري نظام د اداري اصلاحاتو کمیسیون يې بيرته فعاله کړی او ورته د داسې پاليسۍ په جوړولو کار کوي، چې له مخې یې د مخکيني نظام کارکوونکي هم د دوی په حکومت کې پر دندو وګومارل شي‌.

د یاد شوي کمېسيون لپاره د طالبانو ټاکل شوي چارواکي وايي، چې د کار لاندې پالیسۍ له جوړېدو سره به د هماغې پاليسۍ په اساس دولتي دندو ته د ازاد رقابت له لارې خلک وګماري.

د طالبانو د حکومت لخوا د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته ټاکل شوي رييس کرامت الله اخندزاده پر دولتي دندو د ښځو د ټاکلو په اړه ويلي، چې په دې برخه کې تر اوسه پريکړه نه ده شوې.

دغه طالب چارواکي هغه اوازې او احتمال هم رد کړ، چې ګواکې دوی به خپلو جنګیالیو او اړوندو طالبانو ته په ګومارنو کې لومړيتوب ورکوي.

د دغه طالب مقام څرګندونې په داسې حال کې دي، چې هره ورځ د لوړ پوړو چارواکو او مامورینو په توګه د ګڼو طالبانو د ګومارلو خبرونه ورکول کېږي.

ويل کيږي، چې د دولتي څوکيو د وېشلو پر سر د طالبانو تر منځ ژور اختلافات موجود دي او هره ورځ د افغانستان په يوه څنډه کې له دې کبله مرګوني خپلمنځي جنګونه ترسره کوي.

طالبانو بيا په خپلو لیکو کې د اختلاف موضوع رد کړې او بې ځايه تبلیغات يې ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب