دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ډبرو سکرو او غوري سمنټو کارمندان: ط معاش نه راکوي

د ډبرو سکرو او غوري سمنټو کارمندان: ط معاش نه راکوي

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو او غوري سمنټو د دولتي شرکتونو کارکوونکي وايي، چې طالبانو له څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

د دوی په وینا، د هغوی په وسيله چلیدونکي دولتي شرکتونه هره ورځ په ميليونونه افغانۍ عايد لري، چې ګټه یې طالبانو ته رسيږي، خو دوی ته خپل معاشونه نه ورکول کيږي.

د دغو دولتي کارکوونکو د معاشونو د نه ترلاسه کولو شکايت په داسې مهال دي، چې څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ټولو دولتي کارکوونکو ته د درېيو مياشتو د معاشونو د ورکړې ادعا وکړه.

هغه دا هم وويل، چې طالبانو د افغانستان اقتصاد له سقوط څخه ژغورلی دی.

د‌ یادو دولتي شرکتونو پر کارکوونکو سربېره د افغانستان د ترافيکو، ښوونکو، ډاکټرانو او نورو خدماتي ادارو په ګډون د ډېرو دولتي ادارو کارکوونکي د طالبانو له لوري د معاشونو د نه ورکولو له کبله شکايت لري.

طالبانو د دغو خلکو شکایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب