دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپه ايران کې د سولې خبرو له ناکامۍ وروسته افغان لوریو یو...

په ايران کې د سولې خبرو له ناکامۍ وروسته افغان لوریو یو بل ته ګواښونه وکړل

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د ايران د سپاه پاسداران په هڅو او منځګړتوب د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې د‌ ترسره شویو خبرو له ناکامۍ وروسته دواړو لوريو اوس یو بل ته ګواښونه کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې په یوه اعلامیه کې پرون ادعا وکړه، چې په ایران کې د څو ورځو مخکې مذاکرات يې د طالبانو په ډېره غوښتنه وکړل، خو د طالبانو د بې پروګرامۍ او نه نرمښت له کبله یې دې ډلې سره کومه هوکړه ونه شوه او نه یې څرک معلومیږي.

د هرات پخوانی والي او مشهور قومندان اسماعيل خان، چې طالبانو سره د مقابل لوري د مذاکراتو مشري یې کوله، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي په مشرۍ پلاوي سره یې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیل ټینګار وکړ.

اسماعيل خان خبرداری ورکړی، چې که طالبان د بیان ازادۍ، د ښځو حقونو، د خلکو د ژوند د وضعې بدلیدو او ټاکنیزو بنسټونو درناوي ته غاړه کینږدي او اوسني وضعيت ته دوام ورکړي، دوی به د ملي حاکميت د تامینولو لپاره له هر ډول انتخابونو څخه استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون د دوی وسله والو مخالفانو ته خبرداری ورکړ، چې که د طالبانو له امیر سره بیعت ونه کړي، وبه ځپل شي.

ایران د دواړو لوريو د تازه ناندريو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. دا خلک وځپی دا ناقص لااصلاح دی ددوی په وینه کی غداری ده هیڅ رحم پر دوی ندی په کار او نه به دغدارۍ واوړی بهتره ده چی دا میکروب د منځه یوړل شی

  2. خبره داده چی ګاونډیان مو سړی ندی هر ګاونډ ځانته مشخص اهداف لری. پاکستان له طالبانو غواړی چی دیورند په رسمیت وپیژندل شی، د کنر د سیند د اوبو اختیار په مکمل ټول دوی ته ورکړل شی، او همداسی پاکستانی طالبان د امارت لخوا وځپل شی. ایران غواړی چی د کمال خان د اوبو بند وران شی، شعیه مذهب رسمی شی، شعیه ګانو ته په حکومت کی ونډه ورکړل شی. چین غواړی چی له هند او امریکی سره باید په هیڅ صورت تعامل ونشی او معادنونه ټول باید مونږه ته راکړل شی زمونږه په خوښه.
    اوس که د ګاونډیانو غوښتنی و نه منل شی بیا نو آینده کال پسرلی کی به درسره ګورو. پاکستان هم پخوانی شغالان ساتلی او هم داعش سره کمک کوی، ایران بیا فاطمیون او محقق علیپور د روز مبادا لپاره ساتلی. الله د رحم وکړی ملا بیچاره کومه ونیسی؟

  3. د اسلامی امارت چارواکی ډیر خوشباوره خلک دی، او هم ډیر ژر فیصله کوی، که نه دوی خو قوماندان اسماعیل، ګل اقا شیرزی، علی پور، قیصاری، الله ګل مجاهد او ځینی نور نیولی وه ولی یی خوشی کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب