دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ډبرو سکرو بخارۍ ۲۰ کلنې مساپرۍ نه ستون شوی کوربه او...

د ډبرو سکرو بخارۍ ۲۰ کلنې مساپرۍ نه ستون شوی کوربه او ۳ مېلمانه یې ووژل

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) ‏ ‏د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې پېښه د ظاهر خان په نوم د یوه سړي په کور کې شوې، چې له کبله يې دغه کس او د هغه درې مېلمانه وژل شوي دي.

د ظاهرخان د کورنۍ یوه غړي محمدخان وویل: دغه پېښه د چهار شنبې او پنج شنبې په منځنۍ شپه رامنځه شوې ده.

محمدخان وايي: درې میاشتې کیږي چې ظاهرخان له شل کلنې مسافرۍ څخه وروسته خپل کلي ته راستانه شوی وو.

نوموړی زیاتوي: «بخارۍ د ځغالو وه، څلور واړه د شپې د دوی حجری ته راغلي دي، په خونه کې یې دغه بخارۍ ورته لګولې ده، د شپې بخار شوي دي، ظاهرخان او درې کسان نور ورسره وو، ظاهرخان له ځایه پورته شوی هم وو، بیا په بخارۍ ورلوېدلی وو، لاس او ولی یې ټپي شوي، هغه نور کسان خو بېخي له ځایه نه وو ښورېدلي.»

 د افغانستان له سړو سیمو څخه د بې احتیاطۍ له مله ډیری وخت د دا ډول پېښو راپورونه ورکول کیږي..

په ښار کې د نا تصفيه شويو ډبرو سکرو پراخ موجوديت او دغه راز د سکرو له استعمال سره د خلکو نا آشنايي او بې احتياطي د دا ډول پېښو عمده دليل ګڼل کيږي.

1 COMMENT

  1. الله پاک دی جنتونه ورته نصیب کړی دوی شهیدان دی ، خو بدبختی داده چی چیرته مصیبت ده په پښتون ده هر غم یا کندرهار باندی دی یا پکیتاکی یا ننګرهار و کونړ باندی. انتحاری، استشهادی، د پاکستان راکټونه د بخاری مړینه، دموټرو چپه کیدل د امریکایانو بمباری سیلاو خلاصه دا چی پښتو ن باندی مصیبت دی هسی هم له تعلیم او شفاخانی محروم دی دا نور مرګونه پی راروان دی
    والله بالله چی زه د دوی غم لیونی کړی یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب