یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهتادین خان: TTP ته د پنجابي عسکرو د نیولو مبارکي وايم او...

تادین خان: TTP ته د پنجابي عسکرو د نیولو مبارکي وايم او د نورو فتوحاتو هیله کوم

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د کندهار پخواني امنيه قومندان او د مشهور پاکستان ضد افغان جنرال عبدالرازق ورور تادين خان د پاکستان د طالبانو تحريک ته د پنجابي عسکرو د نیولو مبارکي ورکړې ده.

تادین خان پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ‏د TTP اتلو او زړورو مجاهدينو ته د زړه له کومی د دغو پنجابی عسکرو د نيولو مبارکی وايم!

نوموړي زياته کړې: بايد نور هم ورباندي عمليات وکړي، تر څو لا هم نورې برياوې يې په برخه شي.

تادين خان په دغه پیغام کې زیاتوي: د TTP اتل مجاهدين بايد پنجاب ته سم درس ورکړي، د ډيرو فتوحاتو او برياوو پر هيله يې!

پاکستاني رسنۍ، چې د پاکستاني پوځ تابع او تر کلک سانسور لاندې دي، نه دي ويلي چې څومره سرتېري یې تحریک طالبان پاکستان تازه نیولي دي؟

جنرال تادين خان هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې يوې پاکستاني څېړنيزې ادارې خبر ورکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي.

د پاکستان تحریک طالبان یو شمېر سرچينو ويلي، چې دوی د افغان طالبانو یوه څانګه دي.

د طالبانو امارت دغه څرګندونې رد کړي، خو ویل کیږي چې د پاکستان ضد یو شمېر ډلې يې د پاکستاني طالبانو پټ ملاتړ کوي.

2 COMMENTS

  1. TTP
    په امت مسلمه حق لری چی تقویت یی کری تر هغه چی دا تور داغ د امت مسلمه له مخ پاک
    شی دعا به هم ورته کوو
    د نورو مبارکو بریاوو په هیله
    الله جل جلاله مو وساته

  2. دا بریدونه ځکه زیاد شوي چې د ای اس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید اوس د پېښور کور کمانډر (د قول اردو قوماندان) مقرر شوی او مناسبات یې د پوځ د مشر جنرال باجوه سره ترینګلي دي. حمید د امران خان سړی دی او کېدای شي په څو میاشتو کې د امران خان له خوا د باجوه پر ځای د پوځ مشر وټاکل شي. اوس د امران خان او باجوه تر مینځ اړیکې هم ډېرې خرابې دي او کېدای شي باجوه خپل وار ړومبۍ کړي او د امران حکومت وپرځوي. داسې ویل کېږي چې امران خان او جنرال فیض حمید د پاکستان په ورانولو کې شعوري لاس لري، د همدې لپاره د بهرنیو قوتونو له خوا راوستل شوي او اوس پاکستاني طالبانو ته زمینه مساعدوي چې پوځیان ووژني. په څو راتلونکو ورځو یا میاشتو کې به د پاکستاني طالبانو او تورمخي پوځ تر مینځ جګړه ډېره سخته شي او حالات به ډېر بدل شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب