یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې د يوه ځوان صحرايي محکمې توند غبرګونونه پارولي

کابل کې د يوه ځوان صحرايي محکمې توند غبرګونونه پارولي

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) په کابل کې د يوه ځوان صحرايي محکمې، چې یوه طالب وسله وال پکې په عام محضر کې د هغه له وهلو ټکولو وروسته د هغه ويښتان پرې کوي، له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

 د دې صحرايي محکمې ویډیو، چې د تاند په فیسبوک پاڼه کې هم خپره شوې، د خلکو توند غبرګونونه یې پارولي دي.

طالبانو د دغه ویډیو په اړه خلکو ته کوم وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان د ماليې پخواني وزير او طالب پلوه سياسي څېرې ډاکټر عمر زاخېلوال هم د دغه ویډیو په اړه توند غبرګون ښودلی و، خو په دې اړه یې خپل ټویټ په نا معلوم دليل بیرته لیرې کړی دی.

د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون، چې هغه هم د طالبانو په پلوۍ رسنیز بحثونه کول په دې اړه توند غبرګون وښود.

مرهون ويلي: که د هغه ځوان پر ځای وای، يا یې پر طالب ځان وژلو او یا یې هغه وژلو.

مرهون دې پېښې ته په اشارې سره وايي: دا د جهالت، خرګرۍ، وحشت، بربریت او عقدې انتها ده.

سلګونو نورو افغانانو هم په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې د طالبانو اصلي څېره ورځ تر بلې څرګنديږي او دوی ثابتوي چې د خپلو ادعاوو او ورته د شویو تبلیغاتو برعکس هیڅ بدل شوي نه دي او هماغه د شلو کلونو مخکې زورواکي او د بشري حقونو ناقضين دي.

11 COMMENTS

  1. لويه څښتنه ط ته په مغذ کې کلک واچوه، چې انسان اشراف المخلوقات دی. هر ډول توهینول یې د لوي څښتن د امر سره مخامخوالی دی. له داسې لږ توهین غټ څه جوړیږي او داسې لږ توهین هم توهین دی.

  2. هغه د پارسی متل دی چی وایی: خر موسی را ګر به مکه برند، چون پس آرند هنوز خر بود.
    دوی هماغه خره دی، عاقبت ګرګ زاده ګرک شود، ګرچه با آدمی بزرګ شود. عاقبت د یوه خره بالاخره هماغه خر دی. دوی چیری سړی کیږی.

  3. ملا برادر خو ځان سپينه پرېښته کړ او ويلي يې وو چې اختلاف په عزت، واک او حيثيت رامينځته کيږي او زموږ ترمينځ دا خبره مطرح نه ده، نو ځکه اختلاف هم راکې نشته، خو له بل لورې بيا خپلو تېرو کړنو ته نه ګوري چې ولس يې په تېر کې هم دغسې دوو سپږمو ته راوستی وو.
    د خلکو توهین او سپکاوی ورته توهين او سپکاوی نه ښکاري.
    اصلاً دغه ډول طالبي څڼې په سنت الهدی کې نه حسابيږي، بلکې سنة العادة کې راځي. د الله تعالی پېغمبر خو داسې خلک نه وو ځورولي لکه دوی يې چې ځوروي. په تخار او نورو ځايونو کې يې خو خلکو ته بيرته حاضرۍ اچولي دي.
    مفتي محمود هم دغسې شريعت په 1974 کې رامينځته کړی وو چې بوټو يې ايالتي حکومت ور ړنګ، مياشتيني معاشونه او غذايي مواد يې پرې بند کړل او له پښو يې وغورځاوه طالب اوس بيا هماغه نخرې شروع کړي دي.

  4. دغه بدرنګه شخص د بدرنګۍ، بیسوادی، وحشت، جهالت، حیوانیت او اسلام دښمنی مکروه او منفوره څیره ده. چه انسان توهینوی هغه ته انسان ویل د انسانیت توهین دی. اسلامی امارت باید په عام کښی دغه وحشی ځناور ته همدغه رنګ سزا ورکړی او د قرأنی حکم تعمیل وکړی. راځی چه د امارت اسلامیت وګورو. د انصاف په هیله.

  5. یوه طالب وسله وال پکې په عام محضر کې د هغه له وهلو ټکولو وروسته د هغه ويښتان پرې کوي،

    طالیبان باید د دغه ویدو په هکله ملت ته سپینی او پاکی خبری وکړی. چه آیا په اسلام کی بدون د شرعی محکمی لمړی وهل ټکول او بیا په عام محضر کی د یو انسان ویښتان پریکول جایز دی؟ که جایز وی. د کوم ایات او حدیث په بنا. او که جایز نه وی نو بیا تاسی هم په عام محضر کی دغه بل مجرم کس ته په عام محضر کی سخته جزآ ورکړی چه نورو طالیبانو ته عبرت شی جه په راتلوونکی کی داسی عمل ونکړی.

  6. طالبہ انسانان مہ بی حرمتہ کوہ ستا جاھلیت بہ تا برباد کڑی لہ زان نہ دی زکمی خدای مہ جوڑوہ خدای پاک دی داسی برباد کڑہ لکہ نمرد فرعون شاداد او ابوجھیل ولی افغانان زوروی دادی خدای مخلوق دی اللہ بہ درتہ پہ قھر شی بیا بہ درباندی بل کافر را مثلت کڑی او بی پرتوگہ بہ مو پہ کلونو کلونو پہ زندانون کی واچوی ۔
    خدای لہ قھر نہ وڈار شی دی خدای لعنت دی پہ تاسو شی جاھلانو ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

  7. اولس ولي له ځانه نر شان ته دفاغ نه کوي تر کله به په د بي غيرتي کي ژوند کوي په بغارو طالب له خپل وحشت نه لاس نه اخلي.
    د سومالي له ځوانو پيغلو زده کونکو زده کړه وکړي

  8. بې غیرته ولسه راپورته شه د دغه وحشي مخلوق خلاف. دا وحشیان پاکستان د دې دپاره واک ته رسولي چې افغانان توهین او بې غزته کړي

  9. په اوله دوره کې طالبانو ویدو او انځورونه ټول ناروا بلل، په لویو لارو کې به د سړک دواړو غاړو ونو کېبه د کسټونو کولمې او تارونه زړند و ، دا کسټونه طالبانو له موټروانانو نه په زوره اخسته بالاخره پس لهڅه کم او زیاد لسو کلونو وروسته یعنی د ۲۰۱۰ کلونو پس دوي ومنل چې د انځور او ویدو لیدل غیراسلامی کار نده ، دا هغه وخت و چې دوي په خپله سلهاو تبلیغاتی انځورونه او ویدو ګانې په خپلویبسایت ،ټویټر او د د فیس بوک حسابونو کې هره ورځ خپرول ، په همدی ویدو او انځور طالبانو پهخپل اوله دوره کې سلهاو تنه ځوانان په سړکونو کې بی عزته کړي و مګر وروسته بیا خپله په خپلو ویبسایتونو کې هره ورځ په لسګونه انځورونه او ویدوګانی خپرول ( مګر د دوئ مجازی مشر تر اوسه همویدو حرام بولی همدا پرون ذبیح الله مجاهد وویل چې هیب الله اخوند، انځور سره جوړ نده .)
    اوس نو تاسو اټکل وکړئ چې څو کاله وخت به ونیسي چې طالبان دې پایلی ته ورسیږي چې ګیره ،کالي او موسیقی اوریدل د هر چا شخصی موضوع ده ، د وحشت انتها ….لویه خدایه له څه ځناوروسره مو سروکار شو.

  10. دغه عمل ټو ل ودردول، دې غیر انسانی عمل د ټولو افغان شازلمو حیثیت ته زیان واړاو هر یو فکر کوی چی دی یی وهلی . ډیرو خلکو ته حیثیت او آبرو تر مرګ مهمه ده نو ځکه وروڼو تاسو ملامت نه یاست چی پورته لیکنی مو کړی دی. دا ستاسو د زړه در دی . خو امارت لګیا دی خپلی لیکی پاکوی اخر به خره احمقان تری پاک شی هره ورځ په زرهاوو له خپلو لیکو څخه شړی

  11. أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم…… قرآن کریم  این وحشی جاهل اول باید یالهای خود را مردانه و نظیف بسازد ،نسوار و دیگر مرداریها را دور انداخته و از آلودگی بیشتر محیط زیست بکاهد و بعد طرز تعامل انسانی و اسلامی را برای دعوت و اصلاح از سیرة آنحضرت صلی الله علیه و سلم یاد بگیرد نه از ملیشه آی-اس-آی. تحقیر مسلمان گناه بزرگتر از زنا با مادر است.تراشیدن سر ،ترک دخانیات و اخلاق انسانی و اسلامی زیور هر انسان و خصوصا طالب العلم بوده شکل و اخلاق  مهیب و منفور به نفع بشریت نبوده و با جهالت و وحشت  بجز تنفر نمی توان ،خدمت یا عبادتی انجام داد ، دعوت و اصلاح کار مؤمن عالم و با اخلاق است نه هر پشمی آلوده به نسوار و بد اخلاق منفور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب