Homeخبرونهد ط د کابینې غونډه، پر مختلفو موضوعاتو یې بحثونه او پریکړې...

د ط د کابینې غونډه، پر مختلفو موضوعاتو یې بحثونه او پریکړې کړي

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) طالبان وايي، چې د اسلامي امارت د کابینې غونډه يې د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ، د ریاسة الوزراء د درې واړو مرستیالانو او وزیرانو په ګډون ترسره شوه.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د عمومي مشر ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د هغه حکم د عملي کیدو په لړ کې د محابسو او توقیف خانو د تفتیش لپاره د سترې محکمې د مرستیال شیخ عبدالمالک په مشرۍ لوړرتبه هیئت وټاکل شو، تر څو ټول بندیان مخامخ وویني او که څوک بې ګناه بندي شوی وي، د خلاصون عاجله پریکړه یې وکړي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د طالبانو کابینې پریکړه وکړه څو د کابل ختیځ پل چرخي سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ۱۶ ګودامونو له جملې دې لس ګودامونه د روغتیا وزارت ته وسپارل شي، تر څو د معتادینو د معالجې لپاره مجهز طبي کمپلکس په کې جوړ او د معتادینو د اوږدمهالې روزنې او له اعتیاده د خلاصون لپاره ترې کار واخیستل شي.

د طالبانو کابینې کړی، چې له هیواده د هر ډول اوسپنو او کباړ ایستل په مطلق ډول بند دي.

طالبان وايي، چې يوه اقتصادي هیئت ته دنده وسپارل شوه، چې د بدخشان د شورابک بند موضوع، د کانونو په قراردادونو کې د پروسس او ځینو کانونو د سهامي کولو موضوع هم وڅيړي او پایله یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

د طالبانو اعلاميه زياتوي: د کابینې مجلس لخوا د معارف، شهرسازۍ او اداره امور ګډ هیئت ته دنده وسپازل شوه چې د معارف وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت لپاره مناسب ځای تعین کړي، تر څو د دې ادارې ټولې اړتیاوې په کې ترسره او خپلې چارې په سم ډول پر مخ یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...