Homeخبرونهپکتيا کې پاکستان ته د وسلو د ۴ قاچاقبرو د نیولو خبر...

پکتيا کې پاکستان ته د وسلو د ۴ قاچاقبرو د نیولو خبر ورکړل شو

تاند: ( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) طالبان وايي، چې د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې ۴ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نيولي دي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغو کسانو سره ۳ ایم شپاړس امریکايي وسلې هم نیول شوي.

سرچينې د نیول شویو کسانو هويت او نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره پاکستان ته په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د پاتې وسلو او تجهيزاتو د پراخ قاچاق او خرڅلاو خبرونه ورکول کېږي.

په دې قاچاق کې طالبان په لوړه کچه په لاس لرلو تورنیږي، خو دوی دا تورونه بې بنسټه ګڼلي.

د پاکستان يو شمېر رسنيو ويلي وو، چې طالبان د خپلو مالي اړتياوو لپاره دغه وسلې او تجهيزات پرې پلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...