پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+په دې ورځ برح الخلیفه جوړ شو

په دې ورځ برح الخلیفه جوړ شو

تاند- له نن څخه ۱۲ کاله پخوا د ۲۰۱۰ د جنورۍ په ۴ مه د متحده عربي امارات په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو دنګ اسمانڅوکی، برج الخلیفه رسماً پرانیستل شو.

برج الخلیفه له پرانیستل کېدو دا دی لس کاله وروسته هم د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده.

دا اسمانڅوکی، چې ۱۶۲ پوړه لري او لوړوالی یې ۸۲۸ متره دی، د امریکا شیکاګو مېشتې کمپنۍ (Skidmore, Owings & Merrill) یې ډیزاین او طرحه جوړه کړې ده.

مخکې تر دې چې برج الخلیفه جوړ شي، د تایوان د پلازمېنې د تایپې اسمانڅوکی د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ګڼل کېده.

د تایپې اسمانڅوکې ودانۍ ۵۰۸ متره لوړه ده. د تایپې اسمانڅوکې ودانۍ یا د تایپې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز د مځکې پر سر ۱۰۱ پوړه لري. په دې ۱۰۱ منزولو کې هغه پوړونه نه دي شمېر چې تر مځکې لاندې دي.

د دې اسمانڅوکې په جوړولو یو ملیارد او ۸۹۵ ملیون ډالره لګښت شوی دی.

په برج الخلیفه باندې په ۱۹۹۴ کې کار پیل شو او په ۱۹۹۹ کې د یو ملیارد ډالره په لګښت بشپړ شو.

برج الخلیفه، چې یو لوکس هوټل دی، ۱۹۷ اعشاریه ۵ متره لوړ دی.

د سعودي عربستان په جده کې پر یوه بل سامانڅوکي کار روان دی چې د برح الخلیفه ریکارډ به مات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب