تاند- له نن څخه ۲۴ کاله پخوا د ۱۹۹۹ م کال په دې ورځ یورو د اروپا د ۱۱ هیوادونو رسمي پیسې شوې. خو سره له دې چې یورو په بانکونو کې حواله کېدای شوای، د یورو فلزي سکې او بانکنوټونه د ۲۰۰۲ د جنورۍ په لومړۍ نېټه بازار ته راووتل.
له نن څخه۳۰ کاله پخوا د ۱۹۹۳ م کال په دې ورځ چکسلواکیا په دوو برخو چک او سلواکیا ووېشل شوه.
له نن څخه ۳۰ کاله پخوا د شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو وروسته د روسیې فدراسیون (هیواد) جوړ شو.
له نن څخه ۱۱۰ کاله پخوا په دې ورځ د چین جمهوریت تاسیس شو. په ۱۹۴۹ م کال د چین ولسي جمهوریت یې ځای ونیوه.