یکشنبه, مې 12, 2024
Home+د پنځم او شپږم ټولګیو لپاره نوي پښتو کتابونه

د پنځم او شپږم ټولګیو لپاره نوي پښتو کتابونه

محب الله زغم

په تېرو دوو کلونو کې مې د یونسکو په یوه پروژه کې کار کاوه چې د افغانستان له پوهنې وزارت سره یې د نوي قابلیت – محوره نصاب په جوړولو کې مرسته کوله. ما د پښتو مضمون د مفرداتو او د پنځم او شپږم ټولګیو لپاره د درسي کتابونو او د تدریس د لارښود د لیکلو سرپرستي کوله. اوس چې په وطن کې تعلیمي نظام پرځېدلی دی او د ژر سمېدو تمه یې هم نشته، غواړم دغه کتابونه او د تدریس لارښود یې له ولس سره شریک کړم. زه مطمین یم چې که مو ۱۱- ۱۵ کلنو ماشومانو ته یوازې همدغه دوه کتابونه هم سم تدریس کړئ، ډېر څه به زده کړي.

دغه کتابونه په قابلیت – محوره competency based میتود برابر شوي دي. د دنیا په اکثرو پرمختللو ملکونو لکه په فنلنډ، سویس، جرمني، کاناډا، آسټرالیا، امریکا، نیوزیلنډ … کې همدغه میتود عملي شوی دی او ډېر نور هېوادونه هم خپل نصاب په دې سیستم برابروي. په دې میتود کې د دې پر ځای چې د شاګردانو حافظې د معلوماتو په باران ډک کړو، نسبتاً کمه محتوا او ډېر قابلیتونه ورزده کوو. قابلیتونه دوه ډوله دي: ۱) مضموني قابلیتونه چې د هر مضمون بېل وي، مثلاً د ژبې په مضمون کې غوږ نیول، خبرې کول، لوستل، او لیکل اساسي قابلیتونه دي. ۲) د ژوند قابلیتونه چې په عملي ژوند کې په کارېږي لکه د ځان مدیریت self-management؛ نوښت او خلاقیت creativity and innovation؛ نقادانه تفکر critical thinking؛ مفاهمه communication؛ د ستونزې حل کول problem solving؛ همکاري collaboration؛ او د څنګه زده کولو زده‌کړه learning how to learn. د دغو قابلیتونو د حاصلولو لپاره په دې کتابونو کې مختلف فعالیتونه راغلي دي. مثلاً شاګردان به په چارټونو او ډیاګرامونو کې د مختلفو ژانرونو د معلوماتو په ترتیبولو او همدارنګه د مختلفو متنونو په خلاصه کولو سره، د څنګه زده کولو چل زده کړي او بیا به پخپله له هر ډول متن څخه مفهوم اخیستلی شي یعنې self-learner به ځنې جوړ شي.

د دې کتابونو بله ځانګړنه دا ده چې شاګردانو ته مختلف ژانرونه ورپېژني او د هر ژانر د درک او فهم، تحلیل، ارزونې او تولید لارې چارې ورښيي. هر کتاب ۹ فصله لري، هر فصل درې درسونه او هر درس په ۴ درسي ساعتونو کې تدریسېږي. د هر فصل ټول متنونه په یوه ژانر کې دي. د ژانرونو، محتوا، او فعالیتونو په انتخاب کې د شاګردانو عمر، ذهني وده، ذوق او ضرورت په پام کې نیول شوی دی. د پنځم ټولګي په کتاب کې ۳ فصله روایتي ژانر (کیسې او حکایتونه)؛ ۲ فصله معلوماتي مقایسي (comparison and contrast)؛ ۱ فصل خاطره، ۱ فصل ژوندلیک یا بیوګرافي، ۱ فصل شعر، او ۱ فصل معلوماتي توضیحي (expository) ژانر رانغاړي.

کیسې او حکایتونه مې عمدتاً د زرو هېندارو کور (د استاد اسدالله غضنفر ژباړه) له کتاب څخه راخیستي دي او په ځینو کې مې څه ادلون بدلون هم راوستی چې له درسي هدفونو سره غاړه غړۍ او د ماشومانو سویې ته برابر شي. یو څو متنه را ته قدرمن پیرمحمد کاروان، د تعلیمي نصاب مسلکي غړي ښاغلي محمد عالم عالمیار او پاتې نور یې ما لیکلي دي.

اکثره درسي فعالیتونه مې د Creative Associate له منابعو څخه اقتباس کړي دي (دا د ښوونې او روزنې امریکايي مؤسسه ده چې په ځینو ملکونو کې د قابلیت محوره نصاب په جوړولو کې مرسته کوي او د افغانستان لپاره یې هم د لومړنۍ ابتدايي دورې یعنې ۱-۳ ټولګيو د درسي موادو او د ښوونکو په روزلو کې همکاري کړې ده). د ویناکولو او ډله‌ییز بحث فعالیتونه او همدارنګه د شعر د فصل لپاره فعالیتونه ما ایجاد کړي دي.

د کتاب د تدریس لارښود مې مفصل لیکلی دی چې په سر کې یې د نوي نصاب او قابلیت محورۍ په اړه کافي معلومات او همدارنګه د دې درسي کتاب د تدریس او ارزونې میتودونه راغلي دي. وروسته د هر فصل د تدریس لارښود ګام په ګام د سناریو په بڼه تشریح شوي دي. لارښود داسې لیکل شوی دی چې که څوک مسلکي معلم هم نه وي، کافي ګټه ترې اخیستلی شي.

زما په نظر دغه کتاب نه یوازې د پنځم ټولګي شاګردانو بلکه له پنځم تر نهم ټولګي پورې ټولو شاګردانو تدریسولی شئ. که مو په کور کې ۱۱ – ۱۵ کلن ماشومان وي، کتاب ورته تدریس کړئ خو تر هغه مخکې باید د تدریس لارښود یې دقیق ولولئ. دغه کتاب په کورسونو کې هم تدریسولی شئ. که د خپلې کورنۍ ماشومانو ته دا کتاب تدریسوئ، هیله مې دا ده چې د ګاونډیو ماشومان هم ورسره مله کړئ ځکه چې اکثره فعالیتونه یې په ګروپي ډول ترسره کېږي نو که شپږ یا تر هغه زیات ماشومان وي، فعالیتونه به ښه عملي شي او د ژوند ځینې قابلیتونه لکه مفاهمه، همکاري، نقادانه تفکر او د ځان مدیریت هم ورسره تقویه کېږي.

اوس د پنځم ټولګي کتاب او د تدریس لارښود ډانلوډ او تدریس کړئ. که مو د تدریس په اړه کومه پوښتنه درلوده، رانه ویې کړئ. که وخت او امکانات راته میسر شول، د هر فصل د یوه یوه درس عملي ننداره به درته جوړه کړم. ستاسو نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه به کتاب لا بهتره کړي. کله مو چې دا کتاب خپلو ماشومانو ته تدریس کړ، زه به د شپږم ټولګي کتاب او لارښود هم درسره شریک کړم.

ممکن ځینې کسان له ما سره فکري مخالفت ولري او ونه غواړي چې دا کتابونه خپلو ماشومانو ته تدریس کړي خو زه به ورته هغه مشهوره وینا وکړم: دې ته مه ګوره چې ډېوه د چا په لاس کې ده، له رڼا یې ګټه واخله!

د پنځم ټولګي درسي کتاب او د تدریس لارښود له لاندې لینک څخه ډانلوډ کړئ.

https://drive.google.com/file/d/1MWfmc1msf4fH7h-WvVzfrXB8ZEbaiDX_/view?usp=sharing

https://drive.google.com/file/d/1sG13rMgbpanW3ORuCcQUhujIpmUg0I9Q/view?usp=sharing

4 COMMENTS

  1. قدرمن زغم صاحب!
    تاسو خو تر اوسه ډېر نېك كارونه كړيدي. دا مو يو بل نېك كار. څومره چې ما دا دواړه كتابونه وكتل، راته ډېر ګټور ښكاره شول. بل دا چې دا كتابونه په ډېر ښايسته ډيزاين ليكل شويدي. هغه جدولونه چې په رنګه ډول جوړ شويدي، له هغو نه چوكاټ هيسته كول او تش رنګ پرېښودل، دې ته سړى بايد د ډېر مهارت په سترګه وګوري. هيله ده چې له دې نه ښوونكي او زده كوونكي ډېره ګټه واخلي. كومه پوښتنه چې ماته په مخه راځي، هغه دا ده چې د ښوونې او روزنې وزارت په دې برخه كې څه نظر لري؟ دا نشي كېدلى دا كتابونه د ښوونې او روزنې وزارت له خوا په تدريسي نصاب كې ونيول شي؟
    زه د ځان له خوا تاسو ته د دې بريا مباركي وام، كور مو ودان او په قلم مو بركت.
    په درنښت
    ډاكټر اكرم ملكزى ـ جرمني

  2. ډاکټر صاحب
    ډېره مننه
    البته دا کتابونه مو د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب رياست ته ليکلي وو خو نظام ړنګ شو او هر څه نيمګړي پاتې شول. فکر نه کوم چې اوسني چارواکي دې په دې مهمو مسايلو پسې سر وګرځوي، ګنې ما ټول مواد او کړي کارونه د تعليمي نصاب رياست ته ورکړي دي.
    درنښت او مننه

  3. قدرمن زغم صیب ډېر لوی کار شوی، خو زه هڅه کوم دا ډاونلوډ کړم نه ډاونلوډیږي او نه ګوګل ډرایو ته ځي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب