یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار کې په ۱۵ ميليونه ډالرو د چرګانو د دانو د تولید...

ننګرهار کې په ۱۵ ميليونه ډالرو د چرګانو د دانو د تولید فابریکه پرانیستل شوه

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) په ننګرهار کې نن د یوه پانګوال لخوا د ۱۵ ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت د چرګانو دانې د توليد فابريکې پرانيستل شوه.

دا فابريکه د شيخ مصري ښارګوټي صنعتي پارک کې د تل پسرلي چرګانو دانې فابريکې د دويمې څانګې په توګه پرانیستل شوه، چې په مراسمو کې یې د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو والي او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د ننګرهار ولايت مقام د اعلامیې په اساس، د دې فابريکې په دواړو برخو پنځلس ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی، چې په کې پنځه سوه کسان په کار بوخت دي او په څلرويشت ساعتونو کې د دولس سوه ټنه دانې د توليد ظرفيت لري او د ولايتونو سربيره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادريږي.

په ننګرهار کې د طالبانو والي مولوي محمد داود مزمل د يادې فابريکې په پرانیستلو خوښي وښوه او په هېواد کې يې سوداګري او خلکو ته د کاروبار او توليداتو زمينې برابرول خير او ستر کار ياد کړ.

نوموړي سوداګرو او پانګوالو ته د ملاتړ، امنيت خونديتوب، د سهولتونو رامنځته کولو او ستونزو حل کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولينو په خپلو خبرو کې د صنعتي پارک سړک جوړولو، برېښنا، امنيت، سوداګريزو اسانتياو او صنعت پراختيا برخو کې وړانديزونه وکړل چې طالب چارواکو د حل ډاډ ورکړ.

دا فابريکه په داسې مهال پرانيستل شوې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره سلګونه پانګوالو له افغانستان څخه خپله سلګونه میلیونه ډالره پانګه ويستې او افغانستان د دولتي اقتصاد تر څنګ په خصوصي برخه کې هم د سقوط خطر سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب