یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اوږدې خاموشۍ پای، ولسمشر غني سبا د جمهوري نظام په سقوط...

د اوږدې خاموشۍ پای، ولسمشر غني سبا د جمهوري نظام په سقوط غږيږي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ته نيږدې سرچينو ويلي، چې هغه د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته سبا په لومړي ځل د یوې مرکې په ترڅ کې د نظام د سقوط په عواملو غږيږي.

 د جمهوري نظام د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس محبوب شاه محبوب ويلي، چې ولسمشر غني په دې اړه له بي بي سي سره سبا ته مرکه لري.

د اګسټ په پینځلسمه کابل ته د طالبانو له ننوتو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی، چې ډاکټر اشرف غني يوې نړيوالې رسنۍ سره مرکه کوي.

هغه د نظام له سقوط او هېواد نه تر وتو وروسته تر اوسه یو ځل د يوه ويډيويي پيغام له لارې ملت ته لنډه وينا کړې وه.

اشرف غني په دغه وينا کې خواشيني ښودلې وه، چې د جمهوري نظام تر څنګ طالبان او نړيواله ټولنه د افغانستان د سولې هڅو په بریالیتوب کې پاتې راغلل او په ګډه يې سياسي ماتې وخوړه.

د ولسمشر غني له هغې وينا وروسته پر هغه د نیږدې سیاسي ملګرو، طالبانو او بهرنيو لوريو له اړخه سولې سره د مخالفت، فساد، ناسمې رهبرۍ او نورو ناکامیو ګڼ تورونه لګول شوي‌.

تمه کيږي، چې ولسمشر غني به دې تورونو ته په خپله دې لومړۍ مرکه کې ځوابونه وايي او ملت ته به د نظام ړنګیدو نا ویلې برسېره کوي.

یوې باوري سرچينې تاند ته وویل، چې د ولسمشر دا مرکه سبا ممکن ترسره او راتلونکې پنجشنبه خپره شي.

1 COMMENT

  1. د ډیرو خطرناکه دسیسو له لاسه یی پروګرامونه عملی نسو کړای دغنی ناتمام فصل به پنځوس کاله ورسته یادیږی شورای نظار لنډغرویی لاسونه ورتړلی و او لنډغرانو کار ته پرېنښود . فکر کیږی چی دی وطن کی صادق او ریښتونی خلک کار نشی کولای . صادق او راستکار وطندوستان که په ټیټه کچه دی که په لوړه ځپل او رټل ګیږی نو ځکه ددی وطن دا حال دی . بخیلی، شیطنت، دوکه یو دبل پښې ماتول تعصبات، دپاکستان ګوډاګیتوب، قومګرایی جهالت سره مینه فساد اوداسی نورو مرضو باندی اخته کسان ښه چانس لری ، خو وطنپال هرګام کی تیندکونو سره مخ کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب