سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+چین د مصنوعي ذهانت څارنوال جوړ کړ

چین د مصنوعي ذهانت څارنوال جوړ کړ

تاند- چینايی ساینسپوهانو یو ماشین اختراع کړی چې د مصنوعي ذهانت په مرسته د څارنوال کار کوي.

دوی ادعا کوي چې دا به په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت په وسیله لومړنی ماشین وي چې د انسان جرمونه به څېړي.

له مصنوعي ذهانته په نړۍ کې، په تېره بیا امریکا کې له ډېرو کلونو راهیسې د قانون د تطبیق لپاره کار اخیستل کېږي خو چینايي ساینسپوهان وايي چې د دوی له لوري اختراع شوی ماشین هوبهو د یوه څارنوال کار کوي.

په دې اړه څېړنه د چین په منیجمینټ ریفیو (Management Review) کې خپره شوې ده.

د مصنوعي ذهانت څارنوال د دوسیې شفاهي توضیحاتو ته په کتو د یو کس د جرم په اړه تور اعلانوي. دوی وايي چې د دغه ماشین تور په سلو کې ۹۷ دقیق دی.

دا ماشین د شانګهای د پودونګ د سیمې د څارنوالۍ لپاره جوړ شوی او همالته ازمېښت شوی دی.

د چین د علومو اکاډیمۍ څېړونکي وايي چې دا ماشین د څارنوالانو د کار اندازه کموي او له هغوی سره د دوسیو په حل کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی