سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهايرانی مقام: خليلزاد سولې نه، نظام بدلولو ته کار کاوه، خو غني...

ايرانی مقام: خليلزاد سولې نه، نظام بدلولو ته کار کاوه، خو غني يې پلان خراب کړ

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) د ايران د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام ‏‏‏ ‏‏رسول موسوي زلمی خلیلزاد او د سولې په نوم هڅې یې نقد کړي.

هغه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې خليلزاد په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره نه،‌‌ بلکې د نظام بدلولو لپاره کار کاوه.

د‌ موسوي په وینا، افغان ولسمشر محمداشرف غني په خليلزاد او دسیسې یې ناوخته پوه او له هېواد نه وتو سره په آګاهانه یا نا آګاهانه ډول غ خلیلزاد سناریو خرابه کړه.

دغه لوړپوړي ایراني دیپلومات په عین حال کې نه دي ويلي، چې ولسمشر غني له هېواده وتو سره ښه که نا ښه پریکړه وکړه.

ولسمشر غني تېره اونۍ په یوه مرکه کې وويل، چې په هېواد کې پاتې کیدل به یې د طالبانو او پاکستاني استخباراتو په لاس د جمهوریت او د هغه د سپکاوي او وژل کيدو وراخوا د طالبانو د په زوره تر لاسه شوې واکمنۍ د مشروعيت ورکولو سبب شوی وای.

زلمی خلیلزاد بيا د هېواد نه د ولسمشر غني وتل د هغه په اصطلاح د‌ ده د سولې پلان د ناکامولو سبب شو.

3 COMMENTS

  1. خلیلزاد لکه د خپل اقا ټرمپ په څیر غوښتل د جګړی ځپلو افغانانو په سر د نوبل جایزه تر لاسه کړی. خو په خپلو هلو ځلو کی د ناکامۍ او رسوایۍ پرته بل څه په لاس ورنغلل بلکه د نړۍ ترټولو ناکام ترین دیپلومات لقب يی وګټه.

    د خلیلزاد موښه د غنی د حکومت ړنګول و او د ځان لپاره يی هم د خوار او زار افغانستان په کنډوالو کی د امپراطور خوبونه لیدل.
    خلیلزاد د افغانستان د سولی لپاره کوم قدم نه دی پورته کړی او نتیجه يی هم زمونږ دسترګو په وړاندی ده.

    له خلیلزاد د امریکا پخوانی سفیر د افغانستان لپاره اخلاقی جرات او مړانه درلوده او د افغانانو سره يی د خپلی خواخوږۍ له مخی د خپل هیواد په جفا اعتراف وکړ . مګر خلیلزاد په ډیره وچ سترګی او بی حیایۍ لا وخت په وخت رسنیو کی راڅرګند شی او د افغانانو په زخمونو مالګی دوړوی او هیڅ ډول د خجالت احساس نه کوی. پداسی حال کی چی د افغان نوم هم ورباندی پروت دی.
    خو ګیله تری نه شو کولی ځکه چی الغانستان خپله د افغانانو د لاسه په سور تنورکی سوځیږی او د ولس د بدبختیو اصلی عاملین هم خپله افغانان دی چی خپل کوريی لوټی لوټی کړ، په لکونو افغانان يی له تیغه تیرکړل او نور ولس يی چی ژوندی پاتی شوی د جهالت او تیارو ګندو ته وغورڅاوه چی د یوی وچی مړۍ ډوډۍ لپاره پردو خیراتونو ته په قطارونو کی په ورځو ورځو انتظار باسی.

  2. FOR LAST 20 YEARS AFGHANKILLING FIRST RESPONSIBLE IS KHALILZAD.
    KHALIL ZAD WORKING FOR I S I. PAKISTANI INTELLEGENCY.
    KHALILZAD ALWAYS FALLOW PAKISTANI AGENDA FROM BUN 1 .
    KHALILZAD SHOW WRONG DIRECTION TO AMERICAN DIPLOMATS..
    PAKISTAN&KHALILZAD WAS AGAINST DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI.
    PAKISTAN WAS AGAINST MOHAMMED ZAHIRSHAH&KHALILZAD TOO.
    KHALILZAD WORKED FOR UNICALUSA OIL COMPANY TOO.
    THANK YOU

  3. خلیلزاد د یهودو زوم دئ او په مُفته توګه او د دسیسو له لیاری د پیسو ګټل ئې د خپلو خُسر خیلو څخه زده کړی دی او حتی ممکن د خُسرخیلو د سپارښتنی پر بنسټ ئې دا حساسه دنده تر لاسه کړې وی ( په بغداد او کابل کی سفیر، د امریکې خاص نماینده، د طالب سره د خبرو د ډلی مشر ).
    میاشتی میاشتی مخکی دا ” رښتينه ” آوازه خپره سوه چی طالب او خلیلزاد دې توافق ته رسیدلی دی چی د زابل په ولایت کی د دوو مهمو معدنونو ( چی اهمییت به ئې حتماً خلیلزاد ته معلوم ؤ ) د استخراج ټول امتیازات د خلیلزاد امریکې میشتی زوی ته وبخښل سی.
    دا چی خلیلزاد او ملابرادر یو بل ته حاجی چابک حاجی چابک ویلی او یو د بل ستائنه او قدر ئې کړی دئ ، حتماً د یو پټ او مرموز پیغام درلوونکئ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب