سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد‌ ادریس زمان د بڼې بدلون او وروستي ملاقاتونه له توندو غبرګونونو...

د‌ ادریس زمان د بڼې بدلون او وروستي ملاقاتونه له توندو غبرګونونو سره مخ شوي

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) ‏‏‏د افغانستان په جمهوري نظام کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او سرپرست ادريس زمان د خپلې بڼې د بدلون او وروستيو څو ملاقاتونو له کبله په ټولنیزو رسنیو کې د بحث په يوې مهمي موضوع بدل شوی.

ادريس زمان څه موده مخکې په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره وليدل.

نوموړي له پاکستاني سفير سره تر لیدنې او ډوډۍ خوړلو وروسته په خپل ټویټر کې بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ته د « فراړي بایا» اصطلاح وکاروله.

ادريس زمان تېره پنجشنبه د بهرنيو چارو وزارت ته د طالبانو د اړوند وزير مولوي امیر خان متقي او سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي ليدو ته ورغلی و.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وزارت له سرپرست سره د زمان د لیدنې حواله ولیکل، چې نوموړي د طالبانو د « ښه نیت» مننه کړې او په هېواد کې د پاتېدو او خدمت ډاډ ورکړی.

په ټولنیزو رسنیو کې د ادریس زمان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرستۍ د وخت او اوسنۍ قيافې، د طالبانو د ترهګر ګڼلو او دغه راز ښځو د زده کړو او حقونو په پخوانۍ څرګندونې نقل قول کړي او نقد کړي دي.

منتقدینو ادريس زمان فرصت طلبه، معامله ګر او د ورځې د نرخ سړی ګڼلی.

يو شمير کسانو بیا د هغه پلوي او ملاتړ هم کړی, چې ښاغلي زمان يې څرګندونې ريټويټ کړی او په دې توګه يې پر ځان پورې شوي تورونه ردکړي دي.

1 COMMENT

  1. دا هغه کس دی چه د سفارت کارانو د اصلاح لپاره ډاکټر غنی دنده ورکړی وه تر څو هغه کسان چه د واسطو او مشرانو سره د اړیکو په اساس مقرر شوی ول معلوم او تصفیه کړی ، خو هغه بیا خپله ښځه په لندن کی سفارت کاره مقرره کړه ،چه په نتیجه کی دغه کار بابا په غوسه کړ او له دندی یی وشاړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی