زبیر افغان
دا پوښتنه ډېر مهمه ده، پخوا هم ډېره شوې ده او اوس يې هم خلک کوي، چې د دین له مخې د نبیانو د ټاکنې لپاره خاص الهي میکانیزم شته چې د هغه له مخې خلک رسالت ته غوره کېږي او که هسې د یو چا بخت وځلېږي، هغه همدغه مقام ته انتخاب شي؟
د دین له اړخه دا پوښتنه ډېر اهمیت لري، که په دیني متن کې د دې لپاره ځواب ونه موندل شي د ډېرو کسانو د بې لارۍ سبب کېدای شي، له دې امله قران کریم ورته پاملرنه کړې ده، ځای پر ځای يې د نبیانو د کیسو په ترڅ کې ذکر کړی دی، د قران کریم له بیان څخه داسې ښکاري چې د نبیانو ټاکنې ته معیار شته، د خپل خاص میکانیزم له مخې غوره کېږي، هر څوک د دې اهلیت نه لري او نه هغه هر څوک پر هغه معیار پوره خېژي چې الله تعالی يې له مخې یو څوک ددغه مقام لپاره تعینوي.
قران کریم د ابراهیم علیه السلام په اړه وايي چې هغه یو امت دی{إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ} [النحل: ۱۲۰]، دا پوښتنه مهمه ده چې ولې یو کس ته امت ویل شوي دي؟ قران کریم يې ځواب کړی دی: {وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا} [البقرة: ۱۲۴] هغه وخت چې ابراهیم خپل رب په ځینو کارونو امتحان کړ، ده هغه کارونه پوره کړل، نو رب يې ورته وویل: زه دې خلکو ته سرلاری ټاکم.
دلته وینو چې قران کریم د انبیاؤ د پیشوا ابراهیم علیه السلام په اړه ویلي: خپل رب يې امتحان کړ، په ټولو کارونو کې په تله پوره وختی، معیار يې بشپړ کړ، له الهي میکانیزم سره سم تر بریا وروسته هغه منصب ور کول شو چې الله تعالی يې په دغه تول پوره کسانو ته ور کوي، چې ورته اړتیا شي.
د یوسف علیه السلام په کیسه کې موږ وینو چې هغه کله د عزیز مصر په کور کې و، نو له یوه لوی امتحان سره مخ شو، د عزیز مصر ښځې له هغه د بد کارۍ غوښتنه وکړه، تر دې وروسته يې پر هغه تور پوري کړ او بیا يې ګڼې د اشرافي کورنیو ښځې را وغوښتې بیا يې هم د بد کار هیله ځنې کوله، اخیر په دې کې اختیار ور کړل شو چې یا به دلته ناروا کار کوي، یا به هم زندان ته ځي، د هغه ځواب داسې و: {قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ} [يوسف: ۳۳] ده وویل: زما ربه! تر هغه کار چې دوی ما ور بولي، زندان راته ډېر ښه دی. یو رسول په دغه کچه پاک لمنی وي، کله چې له زندانه خلاصېږي، واک ته رسېږي، بیا نه له همدغې ښځې انتقام اخلي او نه له نورو، بلکې یوازینۍ هیله يې داسې وي:
{وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ (50) قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ} [يوسف: 50، 51]
او پاچا وویل: یوسف ما ته راولئ، کله چې استازی ورته راغی، یوسف ورته وویل: خپل پاچا ته دې ورشه، د هغو ښځو په اړه پوښتنه ځنې وکړه چې خپل لاسونه يې خوږ کړي ول، زما رب یقینن د هغوی په پلان پوهېږي، پاچا وویل: اې ښځو! تاسو چې یوسف خپلو ځانو ته رابللی و، نو هغه وخت تاسو ته څه در پېښ ول؟ هغوی ویل: الله پاک دی، موږ پر هغه د یوه بد کار علم نه لرو، د عزیز ښځې وویل: اوس حقیقت ښکاره شو، ما له هغه بد کار غوښتنه کړې وه، هغه په خپله خبر کې رښتنی و.
دلته موږ وینو چې یوه نبي ته د خپل سیرت پاک ساتل څومره مهم وي؟ هغه له زندانه نه راوزي، هغه د پاچا دربار ته نه دې لېواله، هغه پر دې نه ډارېږي چې د پاچا مزاج به بدل شي، او دی به بیا هم په زندان کې پاته شي، بلکې یوځل د خپل ځان صفايي غواړي، هغه ناحقه تور چې پر ده لګېدلی او له امله يې دی په زندان کې پروت و، باید د هغو کسانو په خوله رد او پاک شي چې د لومړي ځل لپاره يې پټ جوړ کړی او بیا يې عملي جامه ور غوستې وه، یوسف علیه السلام د هغوی په خوله خپله پاکي وکړه، بیا د پاچا خوا ته ورغی.
رسول الله کریم صلی الله علیه وسلم د مکې مشرکانو ته وايي:
{ قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ} [يونس: 16].
ووایه: که الهي مشیت داسې وای چې(کتاب يې نه وای رالېږلی)، نه به ما پر تاسو کتاب تلاوت کړی وای او نه به مې په خبر کړي واست، ما تر دې وړاندې له تاسو سره ډېر ژوند کړی دی، تاسو په دې اړه فکر نه کوئ؟
په دغه ایت کې ورته ویلي دي چې که زما پر شخیصت او سیرت تاسو کومه نیوکه لرئ، نو تر دې نبوت وړاندې یوه خبره را وړاندې کړئ چې زما نننۍ ادعا په ناقصه ثابته کړئ! دا ډېر لوی ثبوت دی، چې ستا دښمن هم ستا شخصیت نه شي داغداره کولای، په داسې حال کې که یوه نکته يې هم پر لیدای، بیا به يې هم ګوته ورته نیولې وای، له دې ماسیوا ګڼ داسې تورونه يې پر تړلي دي چې هغه یو کار هم په نبي کې نه و، لکه: ساحر، مسحور، لېونی، شاعر، کیسه کوونکی، د پخوانو قومونو د تاریخ ناقل، له بل څخه الهام اخیستونکی او داسې نور، مګر دا یوه خبره هم د هغه له شخصیت سره نه لګېده.
رسول الله ص ته د پيغام تر راتلو وروسته هم وايي:
{يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (1) قُمْ فَأَنْذِرْ (2) وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ (3) وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ (4) وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ (5) وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ (6) وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ} [المدثر: 1 – 7].
اې هغه! چې مسوولیت يې د عالم انسانیت سمون او د یوه نوي عالم جوړول دي، پاڅه، هېر جنو انسانانو ته د هغوی د ناسمو اعمالو د بدو نتایجو خبر ور کړه، د خدای نظام داسې جوړه کړه چې برلاسي یوازې د هغه د قانون پاته شي او خپل شخصیت دې پاک کړه، او د ملګرو دې ښه تربیه وکړه چې شخصیت يې پاک پاته شي، او دا په عمل کې وښیه چې نورو ته خیررساني د زیاتې بدلې د تر لاسه کولو لپاره نه وي او دا هغه نظام دی چې په ډېر ثبات او استقامت باید ورته کار وشي.
تاسو وګورئ دا څنګه لارښوونې دي؟ د رسول د شخصیت لپاره او د هغه د ملګرو د سیرت جوړنې څنګه موثره نسخه ده؟
په سورت انبیاء کې که وکتل شي قران کریم د هر نبي په اړه ګڼ د صداقت، رښتنولۍ، اخلاص، په الله ټينګ باور، ښه کردار، له بدو لرې، انسانیت ته خواخوږی، له بدو منعه کوونکی، د ښو زېری ور کونکی او داسې ګڼ نور صفات بیان کړي دي، راځئ قران کریم کې ځینې ذکر شوي صفات په خپله تر نظر تېر کړو:
{ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ (85) وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُمْ مِنَ الصَّالِحِينَ} [الأنبياء: ۸۵، ۸۶].
او اسماعیل، ادریس او ذو الکفل ګرده صبر کوونکي وو، موږ دوی خپل رحمت په دایره کې راوستل ځکه ټول صالحان ول.
{وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا} [مريم: ۴۱].
او ته په قران کې د ابراهیم تاریخ بیان کړه، رښتیا هم هغه رښتنی نبي و.
{وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا} [مريم: 51].
او په کتاب کې موسی یاد کړه چې هغه مخلص، رسول او نبي و.
{وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا} [مريم: 54].
او په کتاب کې اسماعیل یاد کړه چې هغه پر ژمنه ولاړ رسول او نبي و.
{وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (56) وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا} [مريم: 56، 57].
او په کتاب کې ادریس یاد کړه چې هغه رښتنی نبي و، موږ ورته لوړې درجې ور کړې.
دا یو څو نمونې دي، په قران کریم کې راغلي دي چې هغوی رښتني ول، امین ول، پاک لمني ول، پر خپله وعده ولاړ ول، مخلصان او د نبوت لپاره مناسب کسان ول، له دغې وجې الله تعالی نبوت ور کړی دی، د رسول الله ص په اړه وايي:
{ لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ} [التوبة: 128]
تاسو ته مو یقینن خپل رسول درغلی دی، ستاسو مشکلات(د هغه پر زړه) درانه تمامېږي، ستاسو سمې لارې ته په راوستلو کې حرص لري، پر مومنانو زړسواند مهربان دی.
{ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ} [آل عمران: 159].
نو د الهي رحمت له وجې دوی ته نرم زړی يې.
{وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم: ۴].
او رښتیا هم ته د ډېرو لوړو اخلاقو خاوند يې.
له دې یادو صفاتو سره يې ځينې نور هم شته، نو له دې مثالونو جوتېږي چې د رسول ټاکلو لپاره معیار شته، معیار ډېرې پیسې، لوړه رتبه، په شلو ژبو خبرې کول او داسې نور نه دی، دا په انساني ټولنه کې ښايي معیار وي یا به وو، اما د خدای په خوا کې دغه معیار نه بلل کېږي، خدای د هغوی په ذاتي صفاتو پسې ګرځي، هغه څه چې له انسان سره یوه ورځ وي، بله نه وي، هغه نه غواړي، رښتنولي، اخلاص، عفت، ښه اخلاق، نرمي، زړسواندتوب، له بشریت سره مینه، د خدای په وړاندې تسلیمي، تواضع، له غرور او تکبره ځان ساتنه، داسې نور هغه صفات دي چې انبیاؤ په شخصیتونو کې بارز ول، دومره ښکاره ول چې د هغه وخت خلکو هم درک کول، ځکه نو د هغو خلکو دعوه باطله ده چې د زر و زور خاوند به يې د رسالت مستحق بالی، هم زموږ د وخت ملحدانه ادعا ناسمه ده چې خدای د رسالت ور کولو لپاره هيڅ معیار نه لري، دوی نه قران کریم کتلی دی، نه يې د رسولانو تاریخ او کارنامې لوستې دي او نه د انصاف یوه ذره په خپل ځان کې لري، له دې امله د الهي رسولانو په اړه ډېرې په سپين سترګۍ ناسمې او بې حقیقته ادعاوې کوي چې یوازې د همدوی په شان شخصیت لرونکي يې کولای شي.
۲۰۲۲/۱۰/۲۲