شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، له افغانستانه د کسانو د...

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، له افغانستانه د کسانو د ایستلو پروسه به چټکه کړي

تاند(جمعه، د جدي ۳مه) د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې پرون (پنجشنبې) ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه به د زګونو هغو افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړي چې پخوا یې له دوی سره کار کړی یا له خطر سره مخامخ دي او د طالبانو له واک ته رسېدو ۴ میاشتې وروسته لا هم په افغانستان کې پاته دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، اغلې انالینا بیربوک وویل، تر ۱۵ زره ډېر کسان، چې جرمني یې له افغانستانه د ایستلو ژمنه کړې وه او همداراز شاوخوا ۱۳۵ تنه جرمن اتباع لا هم په افغانستان کې پاته دي.

دې ټینګار وکړ چې دا کسان هېر شوي نه دي.

د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جرمني څه باندې ۱۰ زره افغانان له افغانستانه ایستلي چې د هغو له منځه یې ۵۳۰۰ په خپلو پوځي الوتکو کې او شاوخوا ۵ زره نور په نورو وسیلو ایستلي دي.

اغلې بیربوک زیاته کړه، جرمني په دې غور کوي چې په څه ډول له افغانستانه د کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ایستلو پروسه چټکه کولی شي.

دې په دې اړه د افغانستان له درو ګاونډیو هیوادونو ایران، ازبکستان، تاجکستان سره د خبرو د اړتیا یادونه وکړه، ویې ویل چې جرمني د نویو لارو د پرانیستلو په اړه له پاکستان او قطر سره هم خبرې کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو زیرې دا هم وویل چې د بیروکراتیکو (کاغذبازۍ) چارو د کمولو لپاره به هڅه وکړي څو له خطر سره مخامخ افغانان لا ژر له افغانستانه وایستل شي.

دې له افغانستان سره بشري مرسته مهم لومړیتوب وباله خو څرګنده یې کړه چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د جرمني دریځ بدل شوی نه دی امکان نه لري چې په رسمیت یې وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب