شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهم.م. د افغانستان د اقتصاد د احیا کولو لپاره ۸ ملیارد ډالره...

م.م. د افغانستان د اقتصاد د احیا کولو لپاره ۸ ملیارد ډالره مرسته کوي

تاند(جمعه، د جدي ۳مه) وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼه راپور ورکوي چې ملګري ملتونه د راتلونکې کال لپاره په افغانستان کې د مرستې او خدماتو د وړاندې کولو په خاطر د ۸ ملیارد ډالرو پلان لري.

ورځپاڼه وايي چې نړیوالو چارواکو ورته ویلي چې ملګري ملتونه غواړي چې په ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته له تودو خوړو، خلکو ته د کار پیدا کولو او ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان د انرژۍ د محصول له ورکولو رانیولې د بشري مرستو تر اوسني ماموریت ورهاخوا د حکومتي سیستم تر بیا رغونې او ټولنیزو خدماتو پورې په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو غږملوونکي او د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیز ال اکبروف وویل «انسان پر یوه ګوله ډوډۍ سربېره نورې اړتیاوې هم لري. عزت، وقار او هیلې ته اړتیا لري.»

ده زیاته کړه «موږ نه غواړو چې د افغانستان د حکومت متبادل واوسو، خو دا مهمه ده چې د سیستم (نظام) ملاتړ وکړو او هغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو چې په تېرو کلونو کې ترلاسه شوي دي.»

د ورځپاڼې د راپور له مخې، له کله چې په اګست کې طالبان واک ته رسېدلي دي، د افغانستان اقتصاد په سلو کې ۴۰ لوېدلی دی. همدا راز امریکا د افغانستان بانک نهه نیم ملیارد ډالره شتمني کنګل کړې او پر دې سربېره اقتصادي بندیزونو د افغانستان بانکي سیستم فلج کړی دی.

د ملګروملتو پر اساس، اکثره مامورینو ته، چې عامه خدمات وړاندې  کوي، له ۴ میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی او د جنسونو، په تېره بیا د خوراکي موادو بیې څو برابره زیاتې شوې دي. همداراز د افغانۍ ارزښت سخت لوېدلی دی. له همدې کبله اکثره افغانان د نړیوالو په مرستو ژوند ته دوام ورکوي خو له دې سره سره لږترلږه نیمايي افغانان د سختې لوږې په درشل کې دي.

د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، نړیوالو مرستندویانو افغانستان ته د څه باندې یو ملیارد ډالرو مرسته ورکړې ده.

1 COMMENT

  1. any kind donation must be keep under vision of united nation.
    because pakistan don’t want afghanistan have a good economy.
    and some of talibs are closed to pakistan like haqani branch.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب