شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهدوستم: د « دشت ليلي» تاريخ به بيا تکرار کړو

دوستم: د « دشت ليلي» تاريخ به بيا تکرار کړو

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ ‏له ترکيې څخه راپورونه وايي، چې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم خپل يو شمېر پوځي قومندانان را ټول کړي او د طالبانو د واکمنۍ خلاف يې د جګړې ژمنه ورڅخه اخیستې ده.

د راپورونو په اساس، په دې را ټولیدنه کې ادعا کړې، چې په دغه جګړه کې به « دشت ليلي» تاريخ بيا تکرار کړي.

معلومه نه ده، چې دوستم به دغه ادعا شوي وسله وال فعالیتونه د خپل ګوند که کوم بل ادرس تر چتر لاندې پیل کړي.

نوموړي روانه اونۍ د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړي ځل د حزب وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره د خپلې ليدنې عکسونه خپاره کړي وو.

ويل کيږي، چې دوستم، محقق، یونس قانوني، عطامحمد نور، عبدالهادي ارغنديوال او یو شمېر نور سیاستوال د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ملي مقاومت د عالي شورا په چوکاټ کې د طالبانو پر وړاندې مقابلې ته منسجم شوي.

یادې شورا ويلي، چې لومړی د خبرو له لارې طالبان د ګډ او منتخب حکومت جوړولو ته هڅوي، خو که طالبان دې کار ته غاړه کېنږدي، د وسله وال مقاومت په پایله کې به یې دغه کار ته مجبور کړي.

طالبانو بيا ويلي، چې په افغانستان کې جګړه نوره ختمه شوې، دوی پر ټول هېواد واکمن شوي، د قدرت جزيرې یې له منځه وړي او مخکيني چارواکي د وزارت غوښتلو له تمې پرته بیرته هېواد ته را ستنیدای شي.

8 COMMENTS

  1. هیڅ مو د لاسه نه کیږي وحشي ګیلمجمه، که نر وای تښتيدلئ به نه، دغه ټولو غلو د استخباراتي پيسو ته لاره جوړه کړې، بې خرڅه شوي دي ههههه پخوا خو به مو غني ته داړې جینګي کړې بیا به ډالر در چالان شول، مګر فارګیټ او فارګيټ هغه وختونه او پام پام عبدعرب سیاف بن لادن! ته خو هسې هم لاش یې مرداریږې ټيزونه به دې په تورکیه کې وزي هههههههه

  2. که دا خبر ې پرو پاګنده نه وي د ترکیې دولت د طالبانو پر خلاف داسې چټلو بې مانا خبرو او عمل ته أجازه ورنکړي او داسې جنایتکارانن له هواده وشړي ! ددوستم او دنور و جنګي جنایتکارانو تیرې کړنې حقوقي تعقیب شي !

  3. مونږ نشوکولای چه نور قومونه غلامان کړو هرڅوک په واک کی ونډه غواړی که طالبان دسلیم عقل نه کاروانخلی په بیپایانه جګړی کی کیوځی

  4. ستار خانه څوک یې چې په جنګ او میړانه وګټي نوروزي د شي ، نور قامونه هیچا نه وو منعه کړي ! هغوی دالر خوړل او مزي یې کولې ، لاکن نور قامونه چې د هیواد په ازادي کې یې بر خه له طالب سره اخیستې وه ، هغوی ټول د طالبانو په حکمت کې دندې لري ! د پرون ورځې جاسوسان او پوچه پرو پاګنده یې ګټه نلري او نه انساني ده !! صبر او څوصله په کارده افغانستان د ټولو کور دی خو ګوره تاریخ مه هیره وه پښتون د افغانستان د محرقي قوې تو لیدي ماشین دی او هغه اوس نه بلکه پ سلګونو کالونو مخ کې هم !

  5. اکه دوستم ته باید وویل شي هغه ځل د ب 52 زور وو ،یا په بل عبارت د کاکا زور وو چې انګور په تاکونو کې ول .
    په هرحال د وژلو او د زور له لارې قدرت ترلاسه کولو هڅو پرځای خبرو او مذاکرو له لارې تفاهم ته ورسېږئ .

  6. کله چه د طالیبانو د راتګ په وخت په مزار شریف کی د دوستم پشه شال سره ۳۰۰۰ جنګی قواوی او عطا نور سره ۲۰۰۰ قواوی موجود وی، مګر کله چه یی د طالیب واوریدل چه مزار شریف ته داخلیږی، نو پشه شال او معلم عطآ خپل جنګی قوتونه بی خبره طالیبانو ته پریښودل او خپل ځانونه او څو خاص ملګری یی په پټه موټرو ته وخیژول او د ازبکستان په لور روان شول، مګر د ازبکستان عسکرو څو ساعته ودرول او اجازه یی نه ورکوله چه ازبکستان ته داخل شی، کله چه خبر شول چه طالیبان مونږ ته په څو کیلو میتری کی نیژدی رارسیږی، نو د ازبک عسکرو په پټه مشوره ( دا معنی چه ځانونو د ښځو په جامه جوړ کړی) او هم یی په زرهاوو ډالر تری واخستل او دوستم پشه شال + ځامن یی او هم یی عطانور د ښځو په بوقرو او چادریو کی ازبکستان ته پریښودل، مګر خپل خاص ملګری یی دوباره په دغه چل او تښتیدلو بی خبره پریښودل، کله چه طالیبان راورسیدل نو د دوستم پشه شال او عطاګی خاص ملګری یی ونیول او هغوی خپلی پښی د زنانه وو په قیسم سپکی کړی وی. اوس دوستم او عطاګی خپل امتحان خپلو ملګرو ته ورکړی دی هیځکله به بیا د هغه سره ملګری نشی.

  7. وایی: بګیل مړز جنګ نشی کولای. ته دوستم چی یو وار بیا خپل قصر ته راشی دابه غټه خبره وی خو فکر نکوم چی بیا به د افغانستان هوا تنفس کړی لکه ببرک کارمل به په ازبکستان یا ترکې کی مړ کیږې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب