شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير د افغان هندو باورو د وطن دوستۍ مننه وکړه

مولوي کبير د افغان هندو باورو د وطن دوستۍ مننه وکړه

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ ‏د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغان هندو باورو او سيکانو له يو شمېر استازو سره په لیدنه کې د دوی د وطن دوستۍ مننه کړې ده.

د‌ طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې په دې لیدنه کې د هندو باورو او سيکانو استازو د خپلو غصب شويو ځمکو او جایدادونو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالب مقام يادو افغان استازو ته ځ، چې د دوی پاليسي، د اقليتونو په ګډون ټولو افغانانو ته د سوکاله ژوند برابرول دي.

‏ هغه د امنيتي خونديتوب تر څنګ ويلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ټول افغانان او د هېواد اتباع حق لري په امنيت کې ژوند او د هېواد په ابادۍ کې ونډه ولري.

د‌ طالبانو د رييس الوزرا مرستيال ډاډ ورکړی، چې امنيتي ادارې به د اقلیتونو د امنيت تامينولو لپاره هم همکاري وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبانو د افغان هندو باورو له استازو سره لیدلي او د ستونزو په اړه يې غږيدلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په کابل کې ناڅرګندو کسانو يو مشهور افغان هندو باوره سوداګر، چې افغانستان ته د درملو تر ټولو لوی کاروباري ګڼل کيده په کابل کې اختطاف او له سختو شکنجو وروسته د پریمانه پيسو په بدل کې راخوشې شو.

د دې ترڅنګ په کابل کې د هندو باورو پر يوه مذهبي مرکز د طالبانو په جامه کې عمليات هم شوي وو، چې د هندوستان د حکومت او مذهبي بنسټونو توند غبرګون يې وپاروه.

1 COMMENT

  1. زموږ هيندو وطنوال ترټولو مسلمانو افغانانو، ښه افغانان دي، وطنپاله زیارکښي قوانینو ته احترام کې…هرڅه کې تر هر بوسلمان افغانه مخکې دي. طالب که نمایشي کارونه نه کي، د عدالت نیت لري، باید ټول هغه ملکیتونه یې ور اعاده کړي چې بوسلمانانو قبضه کړي دي خصوصا د دوهمې سقوۍ دور کې… او غاصب سقویان له خوټو را ځوړند کي او ۳۰ کلن تاوان هم ترې واخلي…

    د ضیا مسعود په نوم یوه مشهور سقوي غله خو اعتراف هم کړی دی وایي یک خانه در کارته پروان… بسیار ارزان ګرفتم وقتیکه دفعه اول از پاکوستان آمدم… یک هوندوستاني که هوندوستان میرفت…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب