جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ط لوی درستیز د ننګرهار له لعلپورې پاکستان ته ګواښ وکړ

د ط لوی درستیز د ننګرهار له لعلپورې پاکستان ته ګواښ وکړ

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د طالبانو لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح نن ننګرهار ته تللی او د ډيورنډ کرښې له هغې څنډې يې ليدنه کړې، چې ويل کېږي څو ورځې مخکې پکې طالبانو د کرښې اغزن تار پرې کړی و.

د ننګرهار ولايت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر پر مهال له لوی درستیز سره د ننګرهار والي او يو شمېر نورو مسئولينو هم ملتيا کوله.

سرچينه زياتوي: مسئولينو په فرضي کرښه کې د امنيتي ځواکونو چمتووالی له نږدې وکتلو او دوی يې خپلو مسئوليتونو ته ځير کړل.

دوی وويل، چې اسلامي امارت ښه ګاونډيتوب، نيکو اړيکو او متقابلو همکاريو ته ژمن دی؛ خو که څوک زمونږ پر خاوره تيری وکړي پر وړاندې يې غلي نه پاتې کيږو بيا به مسئوليت د تیري کوونکو پر غاړه وي.

طالبانو څو ورځې مخکې د يوې ویډیو له خپرولو سره ادعا وکړه، چې په ننګرهار کې يې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان له لوري لګول شوی اغزن سيم شلولی دی.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دغه کار د ځینو خلکو له هرکلي سره مخ شوی، خو یو شمېر نورو ببا دا کار نمایشي او غولونکی ګڼي او باور لري، چې طالبان له پاکستان څخه د خپل اغیزمنتوب د پټولو لپاره دا ډول تبلیغات ترسره کوي.

4 COMMENTS

  1. زه هم پدی آند یم چی د طالبانو لخوا د اغزن سیم شلول یوه ډرامه او خلکو ته داسی ښودل دي چې اسلامي امارت د پاکستانې آی ایس آی ګوډاګې نه بلکه یوه خپلواکه اداره ده، په څو وروستیو ورځو کې په اسلام آباد کی د OIC په غونډی کې د عمران خان او قریشي خبری او د ملا ډیزلي کور ته د ملا متقی ورتګ او د هغه لاس مچول د طالبانو غلامی او مریتوب زموږ خلکو ته نور هم څرګند کړل، نو هغوي یوی داسی ډرامې ته اړتیا درلود چې د خلکو پام بله خوا ته یوسي او خلکو ته وښیی چې طالبان خپلواکه دي.
    نن سبا کابل ښار کې د پاکستانی آی ایس آی ، ګاډی او خلک آزادانه ښکته او پورته کیږي، داسی راپورونه خپور شوي چې د حقانیانو تر ولکی لاندی د پاسپورت اداره پدی وروستي څو اونیو کې د آی ایس آی او القاعدی سلهاو غړو ته افغانی پاسپورتونه توزیع کړي تر سو هغوي ته د دولت مختلو ادارو کې د کار او جاسوسۍ لاره پرانیزي پاکستاني سفیر لکه انګریزي وایسرای د اسلامی امارت ټولې اداری تر خپل کنترول لاندی لري او وخت په وخت هغو ته لارښونې کوي ، د اسلامي امارت ټولې ټاکنې د امیرالمومنین د فرمان تر پردی لاندی د آی ایس آی په مرکز لاهور کې صورت مومي او د طالب د ویاندوی ذبیح الله مجاهد چې خپله اعتراف کوي چې تر اوسه یی امیرالمومنین په خپلو سترګو ندی لیدلی خو ټولې ټاکنې د هیبت الله د فرمان په نوم په رسنیو کې خپریږي ، د اسلامی امارت ویاندویان پداسی ښکرلرونکي دروغو پخوانی تجربه لري دوه کاله ملا عمر اخوند په قبر کې د اختر پیغامونه ورکول او مجاهد دوه کاله هر اختر کې خلکو ته ښکرلرونکی دروغ ویل.
    نو ددی ټولو حالاتو په کتو سره داچې طالبان دې خپل بادار مقابل کې داسی یو عمل اجرا کړي منل یې لږ څه ستوزمن ښکاري خو که دا کار په رښتیا شوی هم وي دا به د طالبانو منځ کې د څو تنو غیرتمندو او په خپل وطن مینو ځوانانو انفرادی عمل وي.

  2. لونګ صیب پښتني ادب او انساني کړنې به له پښو نه لاندې کوو ! تاسو ټول خپل ګریوان ته سر ټيټ کړۍ چې تاسو څه کړي او څه کوۍ !
    نو چې طالب نوکر بولۍ نو تاسو په اشغال کې څه وکړل ؟؟ لکه د ادم خان لټان دالر مو غلا کړل او چټیات لیکۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب