جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جمهوریت د وسله وال ځواک ویاند: له سقوط ۵ ورځې مخکې...

د جمهوریت د وسله وال ځواک ویاند: له سقوط ۵ ورځې مخکې د ولسمشر د وژل کیدو پلان نه خبر شوو

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري په لومړي ځل په یوه مرکه کې د نظام د سقوط په اړه په یوه ټلویزوني مرکه کې خپل معلومات او ځوابونه وړاندې کړل.

هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د نظام د سقوط له ورځې( یکشنه، د اګسټ پينځلسمه) څخه پينځه ورځې مخکې (د چارشنبې په ورځ) د ملي امنیت شورا په یوه غونډه کې د ولسمشر غني د وژل کیدو د پلان اطلاعات له امنیتي چارواکو سره شریک شوي وو.

د ده په خبره، په دې غونډه کې وویل شول، چې د ګاونډي مغرض هېواد( هدف یې پاکستان و) استخباراتو د ولسمشر غني د وژل کیدو پلان برابر کړی.

اجمل شینواري دا هم وویل، چې د دغې اطلاع په اړه په غونډه کې کوم مستند سند وړاندې نه شو، خو وویل شول چې د ولسمشر ترڅنګ د حکومت د مشرتابه د یو شمېر غړو ژوند له خطر سره مخ دی.

د مخکیني امنیتي او دفاعي سکتور ویاند په دې مرکه کې د ولسمشرغني ترڅنګ نور لوړپوړي چارواکي او حکومت نه د باندې سیاستوال ټول تورن کړل، چې د جمهوریت په سقوط کې یې خپله برخه ملامتي لرله.

له دې سره، نوموړي ټینګار درلود چې د جمهوريت د سقوط په ورځ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت لوی رئیس د مازیګر تر پينځه نیمو بجو پورې په خپلو دفترونو کې ول.

د دغه مخکیني پوځي ویاند په خبره، لومړی ارګ په دې ورځ تخلیه او ولسمشر له هېواده ووت او وروسته د امنیتي او دفاعي سکتور مشرانو خپل دفترونه پریښودل.

اجمل شینواري دا هم وویل، چې د پوځ مشرتابه باید د نورو هېوادونو په شان له سیاسي پاشلتیا څخه وروسته د هېواد واګې په لاس کې نیولې او د سقوط مخنیوی کړی وای.

هغه دا له وخته مخکې خبره وګڼله، چې د سیستماتیک سقوط په اړه له ارګ او امنیت شورا څخه پوځي چارواکو ته زنګونه وهل شوي او ویل شوي، چې سیمې طالبانو ته پریږدي.

دغه پخواني افغان جنرال دا ومنله، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې لوړپوړي کسان د سلیقو،فساد او بې عدالتۍ په اساس ټاکل کیدل او دغه ګومارنې د بدو پایلو سبب شول.

اجمل عمر شینواري دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه تر وتو وروسته په یوه ویډیویي پيغام کې وویل: د یوه ګاونډي هېواد اتباع له طالبانو سره یو ځای زما له وتو وروسته ارګ کې راپسې ګرځیدل، په اردو یې خبرې کولې او غوښتل یې چې ما پيدا او ووژني.

طالبانو بیا رد کړې، چې ګواکې کابل او ارګ ته له ننوتو سره یې د ولسمشر غني او د هغه د نیږدې کسانو د وژلو پلان درلود.

3 COMMENTS

  1. د ناکام شخص لپاره چپتيا ډېره غوره ده. ناکام, ناکام وي. اوس جه سونه خياطي وکړي بېګټې ده.

  2. نابغه او ملګری یې بیا درواغ ویې ! ستا عساکر اردو چېرې وو؟؟ زه که د ستا پر ځای وی نو کله مې چې په اردو خبرې اورېدلې وی نو له ارګه داردو د خبرو په اورېدلو نه تښتېدم‌! ارزانه شخصیت ارزانه خبرې !

  3. به سرقوماندان اعلی قوای امنیتی ،اینکه خبر رسید :دشمن ترا می کشند خوبترین روش فرار است با مفسدین و اراذل شرابی؟این است منطق مفتخواران و  تعلیم یافتگان بی تربیه در رول جواسیس اجنبیان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب