جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا بهرنیو چارو وزارت: داعش په افغانستان کې فعال او سیمې...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: داعش په افغانستان کې فعال او سیمې ته جدي ګواښ دی

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه کلني راپور کې راغلي، چې داعش ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده او د دې هېواد ترڅنګ په پاکستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

د راپور له مخې، په دې ډله کې تر زرو پورې جنګیالي موجود دي.

د سرچینې په اساس، دغه جنګیالي تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو مخکیني او تازه جلا شوي جنګیالي دي.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور د لنډیز له خپرولو سره، د خپل صدراعظم عمران خان د وروستیو هغو څرګندونو ننګه کړې، چې ویلي په افغانستان کې د داعش ډلې حضور پاکستان ته هم ګواښ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د عمران خان دغه خبره رد کړې وه.

یو شمېر افغان شنونکي بیا په دې باور دي، چې که داعش احیاناً په افغانستان کې ډېر فعال هم وي او پاکستان ته یې ګواښ پېښ کړی وي، د دې وضعیت تر شا هم د پاکستان لاس دی.

د دوی په باور، پاکستان د ټولې سیمې په کچه د ترهګرو ډلو له رامنځته کیدو نیولې تر بریدونو او ان د دوی تر واکمنولو په ټولو موضوعاتو کې اساسي رول لري.

پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي، چې خپله هم له ترهګرۍ متضرر دی.

طالب چارواکي بیا وایي، چې د داعش د فعالیت په اړه راپورونه تر ډېره تبلیغاتي دي او دوی توانیدلي، چې په افغانستان کې دا ډله وځپي.

1 COMMENT

  1. که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په دې شکل وکړي چې! داعش به په افغانستان کي فعال او پیاوړی کړو او سیمي ته به یې په یو جدي ګواښ بدل کړو بیانو بلکل سمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب