Homeخبرونهنبیل: ترهګر تر ۲ کلونو امريکا او متحدين يې له افغانستان څخه...

نبیل: ترهګر تر ۲ کلونو امريکا او متحدين يې له افغانستان څخه په نښه کولای شي

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی، چې که په سيمه کې د ترهګرۍ خطر او ملاتړي یې مهار نه شي، تر راتلونکو دوو کلونو به د امریکا متحده ایالاتو پر خاورې او متحدينو بریدونه وکړلای شي.

نبیل دا څرګندونې د افغانستان د کورنیو چارو له پخواني وزير مسعود اندرابي سره د هغو خبرو د تاييد په بڼه کړي، چې وايي طالبان د پاکستان د پوځ په مرسته د القاعده او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو غړو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړوي.

نبیل په دغه اړه د مسعود اندرابي د ټويټ له ريټويټ کولو سره لیکلي، چې د ترهګرو پر ضد د اقداماتو د سختولو ډېره اړتيا لري لیدل کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند مولانا رحمت الله اندړ هم د مسعود اندرابي معلومات تایید کړې او لیکلي: طالبان د القاعده او د نورو تروريستي ډلو غړو ته تذکري او پاسپورټونه ورکوي او د پنجشنبې ورځ چې دوی ځانته ځانګړي کړي، يو لامل يې همدغه دی.

د اندړ په وینا، د تېري شل کلنې جګړې لامل هم طالبان و، اوس يو ځل بيا د بلې خونړۍ جګړې اسباب تياروي او افغانستان يوځل بيا د تروريزم پر ځاله بدلوي.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل په داسې مهال يادې څرګندونې کړي، چې څو مياشتې وړاندې د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال ويلي وو: داعش د افغانستان له خاورې په شپږو مياشتو او القاعده په دوو کلونو کې د امريکا پر ضد د بریدونو وړتيا پيدا کولای شي.

طالبانو د دوی پر ضد تازه ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی حکومت مخکې رد کړې، چې ګواکې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې لري.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه د ادعاوو د ردولو باوجود، تر اوسه القاعده او نورې ډلې نه دي غندلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، له جلال اباد څخه د القاعده ډلې د یوه مشهور افغان غړي امین الحق د تاوده هرکلي هغه ویډیو ګانې خپرې شوې، چې پاکستان نه تر راستنيدو وروسته یې د طالبانو لسګونه غړي په بدرګه ولاړ وو.

هغې ویډیو ته امریکايي چارواکو غبرګون ښودلی او ویلي و، چې د طالبانو او القاعده ډلو تر منځ اړيکې له منځه نه دي تللي.

1 COMMENT

  1. د کونډی ځوی او د کرزی باډیګارد بیا غواړی خلکو ته خپله خیټالوژی ښکاره کړی. نبیل بچیه ستا ټول تعلیمات په چټلیستان کی تر سره کړی دی، د افغانستان خلک تا پیژنی چه وخت نا وخت ډوزی او د کلمو ډزی ولی، ته په سپینه جامه کی هغه پاکستانی جاسوس یی چه تر اخره دیی د ولسمشر اشرف غنی حکومت او کار کردګی ټکولی، ته هغه بی حیا انسان یی چه اشرف غنی لمړی ځل پاکستان ته ولاړو او هلته یی د هغوی د فوځ د مشر سره سر سختی خبری وکړی، چه دغه خبری د چټلیستانی جنرالانو خوښی نشوی، چه په عین وخت کی ولسمشر اشرف غنی پاکستان کی وه، حتی افغانستان ته نه وه راغلی مګر تا حرامنمکی د کابل څخه د ای اس ای په مشوره او اشاره استعغآ ورکړه، او ټول پاکستان ته دیی ځمونږ ولسمشر خجالت او شرمنده کړه، ستا خبری او څیره افغانان پیژنی نور د خلکو وخت په بی ځایه خبرو مه ضایع کوه،
    افغانان مو در په در کړه، الله ج مو داسی وشرموه لکه دا اوس چه په پردیو ملکونو کی ځانته ناست یاست او عصبی او ذهنی نکلیفونه مو اخستی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...