جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحزب اسلامي: د هند د خوشالولو لپاره د‌ عمران خان خلاف ډېر...

حزب اسلامي: د هند د خوشالولو لپاره د‌ عمران خان خلاف ډېر غبرګونونه وښودل شول

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند هندوستان په افغانستان کې د پاکستان د هڅو په تخریب تورن او ورڅخه له دې کاره د لاس اخيستو غوښتنه وکړه.

د‌ حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي او د حکمتيار زوم همايون جریر په یوه ټلویزیوني بحث کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان له ځانګړې غونډې سره هم مهاله، د هند په کوربه توب د افغانستان په اړه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ګډه غونډه د پاکستان پر وړاندې د هندوستان بد نیتي وګڼله.

د جرير په وینا، هندوستان یاده غونډه بل وخت هم کولای شوه، خو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې د کم رنګه کولو په موخه یې په هم مهاله توګه ترسره کړه.

د حزب اسلامي دغه لوړپوړي غونډه په ورته وخت کې د پاکستاني صدراعظم عمران خان د وروستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګونونه هم نقد کړل.

همایون جرير د عمران خان دا خبره، چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو سره کولتوري حساسيت موجود دی، خپله هم په ضمني توګه نقد او وويل، چې د افغان نجونو زده کړه اوږده او ښه سابقه لري.

هغه په عین حال کې وويل، چې دغو خبرو ته په دومره کچه د غبرګونونو اړتيا نه وه، ځکه هند ته یې ګټه رسېږي او په ډېر ګومان چې هندوستان به د دغو غبرګونونو تر شا لاس هم ولري.

د پاکستاني صدراعظم هغو څرګندونو ته پخواني ولسمشر حامد کرزي، په پښتونخوا کې يو شمېر مشهورو ملتپالو سیاستوالو او په افغانستان کې زرګونو کسانو توند غبرګونونه وښودل.

حزب اسلامي نه ده روښانه کړې، چې په دوی کې څوک د هندوستان په اشاره غږيدلي او دا چې دوی د پاکستان ننګه کوي، دلیل یې دغه هېواد سره د حزب اسلامي له رامنځته کیدو څخه تر اوسه ژورې اړيکې او که کوم بل څه دی؟

2 COMMENTS

  1. حکمتیار صاحب، الله ته وګوره، مه کوه، پرېږده دا چاپلوسي. موږ ته هېڅ او پاکستان دواړه پردي دي. ته لږ په دې خپلو یتیمانو ننګ وکړه

  2. دا کړۍ شرم نلری په پاکستان کې دوي سره او ټولو افغانانو سره ناوړه کړنې ترسره شوې چې یوه بېلګه یې د دوي مشر ته د مور او وراره مړنې له امله ویزه نه ورکول دي.
    حزب ته د پاکستان د صدراعظم پر ضد د څرګندونو څه لدې څرګندیږی چې تاسو هم د هغوي لاس پوڅي استی او د هغوي ډول ته ګډیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب