Homeخبرونهدايکندي کې پوځي نمایش، دليل يې څه و؟

دايکندي کې پوځي نمایش، دليل يې څه و؟

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ طالبانو په دايکندي ولايت کې د لسګونو پوځي موټرو نمايش وړاندې کړی.

باختر اژانس په دې ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندان صدیق الله عابد په حواله ويلي، چې د دغه نمايش دلیل د دوی سره د نقليه وسايطو د نشتوالي او خرابوالي د اوازو ردول وو.

پر دايکندي سربېره په ګڼو نورو ولايتونو کې هم ځايي طالب چارواکو ورته نمايشات وړاندې کړي.

معلومه نه ده، چې دغه نمايشات د طالبانو د مشرتابه په امر او که د ځايي چارواکو په خپله خوښه ترسره کيږي؟

د دغو نمايشاتو د تمويل سرچينه نه ده معلومه.

ويل کيږي، چې طالبان د ملکي لګښتونو او حکومتولۍ چلولو د امکاناتو په شان د پوځي وسایطو د روغنياتو له کمښت سره هم مخامخ دي او د تېر حکومت نه ورپاتې روغنيات ورسره د خلاصیدو په حال کې دي.

طالب چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. بی وزله افغانان د فقر او لوږی له لاسه خپل ژوند دلاسه ورکوی اوبلی خوا دا وحشی ځناور او دتور جهالت ټیکه داران فوځی نمایشونه کوی.

    پداسی حال کی چی ټوله نړۍ د افغانستان د بشری ناورین له غمه ناکراره ده او هلی ځلی کوی چی د مرګ په پوله ولاړ افغاناانو ژوند وژغوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...