جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان د ط له ستاینې وروسته خپل ګوند دیموکرات او سوله...

فضل الرحمان د ط له ستاینې وروسته خپل ګوند دیموکرات او سوله ییز سیاست ته ژمن وباله

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو د مبارزې له ستاینې وروسته په یوه بله وینا کې خپل ګوند دیموکرات ګڼلی او پر اصول منده سیاست یې ټینګار کړی.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولانا عبدالباقي حقاني د فضل الرحمان کور ته د نوموړي د لیدو لپاره ورغلی و.

د دغې لیدنې پر مهال طالب وزیر د مولانا فضل الرحمان له دوی څخه د نوموړي د همېشني ملاتړ مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې خپل دفتر او امکانات له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره وکاروي.

ډاون ورځپاڼه وایي، چې په دغه لیدنه کې مولانا فضل الرحمان د طالبانو تحریک ستایلی او ویلي، چې پر اصولو د ولاړ سیاست او مبارزې په نتیجه کې بریالي او واک ته ورسدل.

ورځپاڼه زیاتوي، چې له دغې لیدنې څخه وروسته مولانا فضل الرحمان یوې سیاسي غونډې ته د وینا پر مهال د خپل ګوند د فعالیتونو دفاع وکړه او ویې ویل: موږ روښانه، با انصافه او بریالي روحانیون یوو، زموږ د ګوند غړي دیموکرات او پر اصولي سیاست باورمند دي.

د فضل الرحمان په خبره،چې تر مشرۍ لاندې ګوند ته یې سوله ییز سیاست، د پاکستان د اساسي قانون حاکمیت او په هېواد کې یې د ثبات ټینګښت سرې کرښې دي.

هغه په ورته وخت کې ویلي، چې پاکستان سولې او پياوړي اقتصاد ته اړتیا لري او د دوی ګوند به دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار وکړي.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې په یوه راپور کې د فضل الرحمان د دوه ډوله څرګندونو له نقلولو سره د هغه دوه مخی سیاست په ضمني ډول نقد کړی، چې په افغانستان کې د یوې متشددې ډلې فعالیت ته پر اصولو ولاړ سیاست وایي او خپله په خپل هېواد کې ځان د دیموکرات او سوله ییز سیاست رهبر یادوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر له ورتلو مخکې د دوی د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د مولانا فضل الرحمان لیدو ته ورغلی او د جمهوري نظام خلاف یې د طالبانو له شل کلنې جګړې څخه د نوموړي د ملاتړ مننه کړې وه.

پاکستان او مذهبي مراجعو ته یې د طالب مشرانو پرله پسې ورتګ د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي او غندل شوي دي.

طالبانو بیا د دې لیدنو دفاع کړې او ویلي، چې د اسلامي علماوو او د دوی د ملاتړو په توګه باید داسې لیدنې او ګډې مشورې ولري.

1 COMMENT

  1. ياره مولانا د پلار پل دې پرېښی او په ګډو وډو سر شوی يې.
    پلار دې مولانا مفتي محمود ويلي وو چې ((شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.)) او غفار خان بابا خو دا ويلي وو چې ((د پاکستان جوړول دا د انګرېزانو يوه دسيسه وه.))
    خو تاسې د هماغه ګنهکار ملک يو ډېر سپين سترګی چوپړي او لکۍ مار ياست.
    ښه به دا وي چې تاسې د مرحوم ډاکټر اسرار احمد هغه خبره هم واورئ چې ستاسې د پلار په تړاو يې کړې وه او همدغه ټکي ته يې اشاره کړې وه. تاسې به خدای ته څه ځواب واياست؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب