جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسعيد خوستی: ملګرو ملتونو نه مو ۶ ميليونه ډالره نه دي اخيستي

سعيد خوستی: ملګرو ملتونو نه مو ۶ ميليونه ډالره نه دي اخيستي

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دغه وزارت ته د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د یاد شوي نړيوال سازمان د دفترونو د ساتنې لپاره ۶ میلیونه ډالره ورکړي یا وړاندیز کړي دي.

‏‎
خوستي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: کورنيو چارو وزارت ته د ملګرو ملتونو لخوا په رسمي ډول تر اوسه پوري په دې اړه کوم وړاندیز نه دی شوی.

طالب وياند په ورته وخت کې دا نه ده روښانه کړې، چې دوی د ملګرو ملتونو د دفترونو له امنيت ساتلو سره څه ډول تعامل کوي؟

طالبانو ته د‌ دغو پيسو د ورکړې راپور پرون رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ځینو سرچینو په حواله خپور کړی و.

له دغه راپور خپرولو وروسته د ملګرو ملتونو له دغه ادعا شوي پيسو ورکولو سره سخت مخالفتونه وشول.

منتقدینو ويل، چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو د نړیوالو بندیزونو په ليستونو کې شامل دي او د دې پیسو ورکول به د دوی د پیاوړتیا سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب