Homeخبرونهکاناډا له افغانستان سره ۵۶ میلیونه ډالره تازه بشري مرسته اعلان کړه

کاناډا له افغانستان سره ۵۶ میلیونه ډالره تازه بشري مرسته اعلان کړه

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ د کاناډا د پراختيا وزارت له افغانستان سره د بشري ناورين د مقابلې لپاره د ۵۶ میلیونه امریکایې ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

دا مرسته د ملګرو ملتونو او نړيوال سره صليب کمېټې د مرستې ټولولو له ګډ کمپاين سره د همکارۍ په توګه شوی.

کاناډايي چارواکو ویلي، چې دغه مرسته به یې د نړیوالو مرستندویه ادارو په وسيله په افغانستان کې ولګول شي.

ملګرو ملتونو په تازه ګام کې د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره په کال کې څلور نیم میلیارده ډالره غوښتي.

د دغه نړيوال سازمان د ارقامو په اساس تر ۲۴ ميليونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري او که په عاجل ډول يې لاسنیوی ونه شي، میلیونونه ماشومان به د خوارځواکۍ، سختې يخنۍ او سرپناه د نه لرلو له کبله مړه شي.

افغانستان د فقر او کرونا ترڅنګ په ژمي کې د ورښتونو له کبله د لویو لارو له بندیدو، د میلیونونو داخلي بې ځايه شويو د سرپناه له نشتوالي او نورو ستونزو هم ځوريږي.

افغانان په ډېر حسرت تمه لري، چې نړیوالې مرستې په عاجل ډول ور ورسيږي او د دغو ناورينونو له اغېزو يې خوندي کړي.

نړيوالو په دې برخه کې د مرستو ژمنې او ځینې عملي ګامونه اخيستي، خو د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو د نشتوالي له کبله دغه بهير له خنډونو سره مخامخ ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...