یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله اسلامي هېوادونو د عبدالله غوښتنه، د افغان بشري فاجعې د مخنيوي...

له اسلامي هېوادونو د عبدالله غوښتنه، د افغان بشري فاجعې د مخنيوي لپاره ژر لاس په کار شئ

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ) د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې له کبله دغه سازمان نه مننه کړې.

هغه ویلي، چې د یوه افغان وګړي په توګه له ياد شوي سازمان او سعودي عربستان څخه د غونډې له کبله منندوی دی، خو غوښتنه یې دا ده، چې هر څومره ژر دې د ميليونونه افغان فقر ځپلو د ژغورلو او بشري فاجعې د مخنيوي لپاره خپلې مرستې همغږي او افغانستان ته ورسوي.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د روانې میلادي میاشتې په نولسمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره او ګډونوالو یې له افغانستان سره د مرستې په موخه د یوه صندوق د جوړولو او د افغانستان لپاره د سازمان د ځانګړي استازي په ټاکلو موافقه وکړه.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس تر ۲۴ ميليونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري او که په عاجل ډول يې لاسنیوی ونه شي، میلیونونه ماشومان به د خوارځواکۍ، سختې يخنۍ او سرپناه د نه لرلو له کبله مړه شي.

افغانستان د فقر او کرونا ترڅنګ په ژمي کې د ورښتونو له کبله د لویو لارو له بندیدو، د میلیونونو داخلي بې ځايه شويو د سرپناه له نشتوالي او نورو ستونزو هم ځوريږي.

افغانان په ډېر حسرت تمه لري، چې نړیوالې مرستې په عاجل ډول ور ورسيږي او د دغو ناورينونو له اغېزو يې خوندي کړي.

نړيوالو په دې برخه کې د مرستو ژمنې او ځینې عملي ګامونه اخيستي، خو د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو د نشتوالي له کبله دغه بهير له خنډونو سره مخامخ ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. Pakistan was preparing a proposal and wanted to requested that money should be paid into Pakistan state bank because there’s no banki system in Afghanistan now and it paralysed so it’s better that money should be into our account and Pakistan will in the destruction.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب