یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبې پولې خبريالان: نېمایي افغان رسنۍ سقوط شوي

بې پولې خبريالان: نېمایي افغان رسنۍ سقوط شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ) د افغانستان لپاره د بې پولې خبريالانو ټولنې استازي ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره تر نیمايي پورې افغان رسنۍ سقوط شوي دي.

د‌ دغه بنسټ يې په حواله، د‌‌ تېرې زمري مياشتې له وروستيو تر اوسه پورې، چې طالبانو د چارو واګې په لاس کې اخيستي، ۲۳۱ افغان رسنۍ سقوط او ۶۴۰۰ خبریالان یې وزګار شوي دي.

په وزګار شویو خبریالانو کې لویه برخه یې ښځینه دي، تر دې چې له هرو پینځو تنو څخه یې څلور تنه په کور شوي او بې دندې شوي دي.

د نارينه خبريالانو په اړه بیا موندنو ښودلی، چې له هرو دوو تنو څخه یې يو تن وزګار شوی دی.

بې پولې خبريالانو د‌ طالبانو له لوري په برحاله خبریالانو د فشارونو د زیاتیدو خبر هم ورکړی او د دغه وضعيت د لا خرابېدو په اړه يې انديښنه ښودلې ده.

په وروستيو کې ډله- ډله افغان خبریالان، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې د سخت خطر ادعاوې کړي، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په عاجل ډول يې لاسنیوی او له افغانستان څخه د وتو لپاره مرسته وکړي.

بې پولې خبريالانو د افغانستان د رسنيو شمېر د طالبانو له واکمنیدو څخه تر مخکې ورځو پورې ۵۴۳ ښودلی، چې په دې ډول يې د سقوط شوې برخې فیصدي ۴۳ فيصده کیږي.

په جغرافیوي لحاظ هرات، چې مخکې پکې ۵۱ رسنۍ فعاله وې، اوس يې يوازې ۱۸ رسنۍ فعاله پاتې دي.

د هرات ولايت د‌ سقوط شویو رسنيو کچه ۶۵ او د کابل د سقوط شویو فيصدي بيا ۵۱ ته رسيږي.

 طالبانو د بې پولې خبريالانو د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی مخکې د بیان ازادۍ ته د ژمنتيا ډاډ ورکړی، خو ويلي چې رسنۍ او فعاليتونه به یې د « اسلامي شريعت» په چوکاټ کې خپرونې کوي.

په یو شمېر ولایتونو کې د رسنیو د ښځينه کارکوونکو د دندو ممانعت، د خبريالانو مرموزې وژنې، د کار پر وخت نيول او شکنجه کیدل، د رسنيو پر پروګرامونو او خبرونو سانسور وضع کول او له بې کارۍ او ډېر مجبوریت څخه په ښار او د لارو په سر د خبریالانو شاقه کاري د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دوی په وضعيت کې راغلي لوی بدلونونه ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. ځکه له نیمایی زیاتی د سفارتو په پیسو چلیدلی او بهرنی پروژی یی په مخ وړلی ، لکه قومی تفرقی ته لمن وهل ، فحشا خبرول او خلک او ځونان علمانیت یا سکولرزم ته را بلل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب