جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسږ کال تر ۸۰ زره ډیرو افغانانو په اروپا کې د پناه...

سږ کال تر ۸۰ زره ډیرو افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې

تاند(شنبه، د قوس ۲۷) سږ کال د هغو افغانانو شمېر، چې په اروپايي اتحادیې کې یې د پناه غوښتنه کړې، تر ۸۰ زرو اوښتی دی.

د نیوزویک د راپور له مخې، اوس د اروپايي اتحادیې په ۲۷ غړیو هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر تر سوریه والو اوښتی دی.

د راپور پر اساس، د نوومبر تر میاشتې پورې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د ۸۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. چې دا د تېر کال په پرتله په سلو کې ۹۶ زیات دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس یوه ژورنالیست د علي رضا په نوم یو ۲۷ کلن افغان او د هغه ملګری سید حمزه تعقیب کړي چې په خطرناکو او له لوړو – ژورو ډکو لارو یې سفر کړی دی.

رضا مخکې تر دې چې طالبان په اګست میاشت کې کابل ونیسي له بهرنیو مرستندویو موسسو سره کار کاوه.

دوی د کابل په هوايي ډګر کې له خونړۍ انتحاری حملې وروسته ایران ته تللي او بیا ترکیې ته. هلته په کوچنۍ بېړۍ کې سپاره شوي او ځانونه یې یونان ته رسولي دي. په یونان کې له ۲۵ ورځو تېرولو وروسته په درو میاشتو کې د فرانسې او ایټالیا ترمنځ د الپ له واورینو غرونو اوښتي او فرانسې ته رسېدلي دي

اروپايي اتحادیې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې سږ کال به څه باندې ۴۰ زره افغان کډوال ومني. تر ټولو ډېر کډوال؛ یعني ۲۵ زره جرمني مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب