جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په پاکستان کې خپل مخ...

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په پاکستان کې خپل مخ لوڅ کړ

تاند (جمعه/د قوس ۲۶مه) — د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر چې په افغانستان کې پټ مخ ګرځي پاکستان ته د سفر پر وخت خپل مخ لوڅ کړی دی.

عبدالباقي حقاني چې طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټاکلی او د ټولنیزو رسنیو ډېر فعالان یې د لوړو زده کړو پر ضد د مبارزې وزیر ګڼي، پاکستان ته د خپل سفر پر وخت خپل مخ لوڅ کړی او د یوه بهرني هېواد د لوړو زده کړو د وزارت او مهمو پوهنتونونو پر ځای یې د هغه هېواد له مدرسو څخه لیدنې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د ښاغلي حقاني د وروستیو حرکاتو، لباس او د سوغات په توګه په درنښت سره د پاکستان د بیرغ منلو او ستاینې پر وړاندې غبرګونونه ښودلي دي.

جلال جبارخېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «د سیال افغانستان د وزیر ګریوان او د ګریوان تڼۍ خلاصې نه وي د واسکټ جیبونه یې دومره ډک نه وي لکه بډه بیرې یې چې پکې اچولي وي خپل هیواد کې لکه کلیواله ښځه مخ پټې او بل هیواد کې لوڅ مخی نه وي خیټه یې لکه چاټۍ پړسیدلې نه وي د بل هیواد د تعلیم د وزیر پر ځای د مدرسې د ملا سره ملاقات او مجلس نه کوي د یو ساحوي پوهنتون چې خپله له مرکز محروم پاتې وي مشورې نه اخلي،»

ښاغلی جبارخېل زیاتوي، «د سیال افغانستان د تعلیم وزیر باید لدې اوږد او بې معنی سفر وړاندې لومړی خپل د هیواد دننه مکتبونه او پوهنتونونه چې د بندلو لپاره یې هیڅ دلیل نلري خلاص کړي و ګریوان یې تړلی و یار هغه لونګۍ خو یې حد اقل باید سمه تړلې وه شپه او ورځ یې د محصلینو او شاګردانو د لا اسانتیا پخاطر کار او محنت کړی و مخ یې لوڅ او کار معلوم و کوالیفیکشن مسلکیتوب او شایستګي خو هسې هم سر خوړلی دا سړی بیا هغه وزارت ته جوړه قواره هم نه لري.»

عبدالباقي حقاني په افغانستان کې په ځان پټي حالت کې

فتح الله افغان د اسد په میاشت کې په افغانستان کې د تېر حکومت له نسکورېدلو راهیسې د رسنیو د ازادۍ لغوه کېدلو ته په پام سره لیکلي، «سخت خوږېږم، وهلو ته کوران که مخه وینم. که نه د جناب وزیر صیب واسکټ سخت ټوکو ته برابر دی.»

آرین پکتین حقاني ته د پاکستان د بیرغ د سوغات په هکله لیکلي، «په کابل کی د لوړو زده کړو پر ضد د مبارزی وزیر ته د لوړو زده کړو د ښه تخریب په خاطر په پاکستان کی د خپلو مشرانو له خوا د پاکستان بیرغ ورکړل شو چه په خپل دفتر کی یی و دروی.او د هغوئ هغه ارمان ژر ورپوره کړي چی له کلنو یی لره.
مننه وزیر صاحب
شرمونه راوړه!»

ویل کیږي چې په افغانستان باندې په ۲۰۰۱ کې د نړۍ وال ائتلاف له برید څخه وروسته د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر غړو هم له حکومتي کار او چاپېریال سره د نابلدۍ له امله دې ته ورته وحشیانه کارونه کول او د کالونو په اوږدو کې په کې تغیرات راغلل، او تمه شته چې طالبان هم د پاکستان د غلامۍ پړي وشکوي او د افغاني ملت پالنې رنګ واخلي، خو نور بیا ورته هیله نه لري یا وایي چې ولې باید افغانستان هر څو کاله وروسته هر څه له صفره پیل کړي.

9 COMMENTS

  1. دا غټه خبره ده چې ده چادري وغورځوله، دا وحشیان به یو یو او ورو ورو اصلاح کیږي، انسانان به ترې جوړېږي خو مونږ به نه یو مطلب دا چې اصلاح به شي خو ډېر وخت به واخلي.‌

  2. دا بد مخې همغسی پټ مخ ښه وه .
    دی ټول عمر د پاکستان مدرسو او چوڼیو کی تېر کړی دی هیڅ کله به هم د افغانستان په خیر تمام نه شی

  3. مبارک دې شه مولوي صاحب چې خپل ستر دې هلته سليم صافي او نورو ته مات کړ. دا لکه چې حامدالحق درته ويلي وو چې دلته خو ستر ته اړتيا نشته، خو کابل کې به ستر کوې.
    د خپل نوي هلالي بيرغ دې مبارک شه. هغه به دلته په خير سره راوړې او پخپل کارځي کې به يې لګوې. دا ځکه چې موږ نور د پنجاب پينځمه صوبه شو او دلته راته سفير د پنجاب يو واسرای ناست دی.

  4. پداسی حال کې چی د هیواد پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسسی ټول بیساری ستونزو سره هره ورځ لاس او ګریوان دي، او د هیواد د نجونو د عالی تحصیلاتو د پیل لپاره امارتي چارواکي نن او سبا بانې جوړوي او د دی ستونزی حل ته وخت نلري خو د لوړو تحصیلاتو مخ پټی وزیر د پاکستانی مدرسو د لیدو لپاره هغه هیواد ته تلې تر څو له یوی خواه خپل کورنئ چې همالته اوسیږي وویني او له بلی خواه خپلو مشرانو او آمرانو ته افغانستان کې د لوړو زده کړو پر ضد د خپل تخریبی کارونو راپور خپلو آمرانو ته ورکړي، ضمن کې هلته د طالب او تروریست تولید کونکې کارخانی لکه حقانیه مدرسه او ورته نوری مدرسی هم له نږدی نه وویني .
    آیا سلهاو زره نجونو لوړو تحصیلاتو ستونزی ته چې هر ورځ د تحصیلاتو پیل ته چی د دوی طبعی حق ده په انتظار دي حل اړینه وه يا د پاکستانی مدرسو نه لیدنه؟؟؟؟

    پدی سفر کې د پنجاب د دی لاس په نامه غلام اصلي څیره او هغه هیواد ته د دی خاین وفاداری او ضمه واری ټولو ته نور هم بربنډ شو .
    یوی نامحرمی ښځی سره څنک پر څنګ دریدل ، په لیدنو کې د پاکستان د جمعت العلما ( JUI ) بیرغ خپل مخی ته ایښودل، او دلته افغانانو نه مخ پټول او هلته پنجابیانو ته مخ لوڅول هغه شرمونکي کارونه دي چې د رسنیو له لاری ټولو ته بربنډ شول او افغانان ټول ورباندی خبر شول خو دا چې دا رینډۍ به په پټه هلته خپلو د آی ایس آی پخوانۍ یارانو سره نور څه یارانې په پټه کړی وي یواځی پاک الله به خبر وي. تاسو به وګورۍ چې بیرته دلته چې راشي بیا به له ټولو مخ نیسي.

  5. خلګ باید پوه سي چه دا جعلي مخلوق د انګلیس او غلام پاکستان مریان دي او یا خلص د افغان په جامه کي انګریز دي.
    موږ یې مثالونه لیدلي دي لکه د پل خشتي مسجد امام چه ۴۰ کاله یې د ملا په جامه کي انګریز را باندي تېر کړئ وو.

  6. یوه مشهوره ټوکه:
    ” کومی میرمنی د واده په سهار خپل مېړه ته وویل:
    کوکو اغا! دا را ته ووایه چی د نرینه دوستانو په منځ کی له چا څخه مخ پټ او له چا څخه نه پټوم؟
    مېړه ئې په جواب کی ور ته وویل:
    د هیچ څخه مخ مه پټوه او فقط زما څخه ئې پټوه”.
    زما په نظر
    دا حقانی د ګُره زوی چی زموږ په منځ کی همداسی پټ مخ وګرځی ښه به وی او سترګی به مو لږ غوندی هوساه سی، هسی خو هم طالب مالب خپلو امریکائی او انګریزی او پنجابی او چینائی بادارانو غوندی دوه درې څلور او څلورنیم مخونه لری.

  7. د طالبان دا ډول کړنې به ډېر ژر دوی د افغانستان د خلکو په مینځ کې داسې بې اعتباره او د کرکې وړ وګرځوي چې خلک به یې مخ ته لاړې ور تو کړي. دا ډول کړنې څه مانا لري؟ دا خو دغلامۍ څخه هم وراووښتي دي. باور وکړئ چې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاد شمېر د دوی پلویان د دوی څخه واټن نیسي او د دوی عمر په کمېدو دی. خلک نه په طالبانو مین دي او نه په پخوانیو غلو او لنډغرو.بل کوم سم او مناسب بدیل نشته. بیا به هماغه غله او لنډغر راشي او هېواد به یوې بلې بدمرغۍ ته ورټېل وهي. که بل سم او مناسب بدیل وای، په خدای که طالب چا سپی هم بللی وای. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب