یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد فقر او ځانوژنو دوام، پکتيا کې يوه کس ځان تر ټيلر...

د فقر او ځانوژنو دوام، پکتيا کې يوه کس ځان تر ټيلر موټر لاندې کړ

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ ‏په افغانستان کې د فقر او بشري ناورين له شدت سره، په پکتيا ولايت کې يوه کس له ډېرې مجبورۍ ځان تر بار وړونکي ټيلړ موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.

عيني شاهدانو ويلي، چې دغه ځوان ۳۵ کاله عمر درلود.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغه کس هويت او نور جزییات تراوسه نه دي رسنيز شوي.

نن د طالبانو د رييس الوزرا يوه مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د نړیوالو بنسټونو ارقام او خبرداري هم رد او په اړه يې وويل: په دې کې شک نشته چې د افغانستان خلک بې وزله دي خو د هغو نړیوالو ارګانونو احصائيې هم حقیقت نه لري چې اندیښمنونکې احصائيې نشروي او وايي چې په میلیونو افغانان به له لوږې مړه شي.

خلک طالبان د فقر د بحران د ردولو په اړه د طالبانو څرګندونې نقدوي او وايي، چې دوی باید د واقعیتونو د پټولو پر ځای د افغان متخصصينو د همکارۍ د جلب او نړۍ سره د تعامل په وسيله د دغه ورځ تر بلې وژونکي او پراخيدونکي ناورين د مهارولو لپاره لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو په حواله، په افغانستان کې ۲۴ ميليونه سخت فقر ځپلي او ميليونونه خوار ځواکۍ ځپلي ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. نه اسلام او نه دیو پښتون شرف دځانمرګی کولو اجازه ورکوی. تاند او نور ځیره خواره باید ددی بیدینی او بداخلاقی روحیه خلکو ته ورنکړی. دداسی تخریبی خبرو نشرول او دافغانستان دخلکو لپاره ناهیلی پیدا کول مونږ دځیره خوارو اخیری دچرګ پسمرګه پورته خورځیدنی بولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب