یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفراه کې د ډالرو د ګرانیدو له کبله د يوه صراف د...

فراه کې د ډالرو د ګرانیدو له کبله د يوه صراف د سکتې خبر تاييد شو

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ ‏د فراه د صرافانو ټولنې تايید کړه، چې په دې ولايت کې يوه صراف د ډالرو د بیې له لوړیدو سره سکته کړې ده.

د دغه صراف د سکتې خبر پرون خپور شوی و.

د فراه ولايت د صرافانو د ټولنې مشر شېر احمد منلې، چې دا خبر واقعيت لري.

د هغه په وينا، دغه صراف غلام نومیده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه صراف په ډالرو ډېر پوروړی و، چې د بیې له لوړیدو سره یې مغزي سکته کړې ده.

پرون د افغانستان په بازارونو کې د يوه ډالر بیه تر ۱۳۰ افغانيو ورسيده.

د ډالرو د بیې لوړېدو په افغانستان کې د داسې زيانونو تر څنګ د خوراکي او نورو توکيو بيې هم په بېساري ډول لورې کړي، چې د بشري ناورين شدت او له دې کبله د انساني فاجعې خطر نور هم ورسره زيات شوی دی.

نن د طالبانو د رييس الوزرا يوه مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې نور له افغانيو پرته په نورو پيسو راکړه ورکړه منع ده.

هغه زياته کړه: د صرافانو لپاره نوې تګلاره جوړېږي او له دې وروسته هر صراف چې د اسعارو په برخه کې د قاچاق په تړاو ونیول شي هغوی ته به سزا ورکړل شي او هغوی ملي خاینان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب