یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

بېلابېلې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ ‏د افغانستان په مختلفو سيمو کې نن د بېلابېلو پېښو پر مهال د ۳ تنو د وژل کيدو او ۸ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

د هلمند چارواکي وايي، د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ هزارجفت بازار کې د یوې ناچاودلې سرګولولې د چاودنې له کبله څلور کسان ټپيان شوي، چې د درېيو کسانو حالت نازک دی.

په فاریاب کې بيا د طالبانو یو رینجر موټر پر بوې زرنج ريکشې ختلی، چې له کبله یې د ريکشې چلوونکی وژل شوی او ۲ تنه سپرلۍ ټپيان دي.

ځايي خلکو ويلي، چې طالبان له دې پېښې وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

د کابل ښار په ټانګ لوګر سیمه کې بیا نن د سړک په ګلدان کې ايښودل شوی ماین چاودلی، چې يو تن ورسره وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي.

ځینو عیني شاهدانو هشت صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې د وژل شوي کس مرګ د طالبانو د ډزو له کبله و، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دغې چاودنې په تړاو د ۲ تنو د نيولو خبر هم ورکړل شوی دی.

ويل کيږي، چې داسې پېښې ډېرې دي، خو رسنۍ او خلک یې د طالبانو له وېرې رسنيز کولای نه شي.

څو ورځې مخکې د طالبانو يوه وياند ادعا وکړه، چې د دوی له واکمنیدو سره د بې امنۍ پېښې او تلفات یې صفر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب