یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان کنګل شوي نهه میلیارده ډالر

د افغانستان کنګل شوي نهه میلیارده ډالر

یو تجار غواړي جاپان هېواد له ټیوټا کمپنۍ لس موټره خریداري کړي.
تجار راځي عزیزي بانک ته یو میلون ‌‌‌‌‌‌ډالر یا معادل افغانۍ ورکوي، بانک یې د LC لیټر اف کری‌‌‌‌‌‌ډیټ په ‌‌‌‌‌‌ډول یا د TT په ‌‌‌‌‌‌ډول یې پېسې انتقالوی. دوه ورځې وروسته د ټویټا کمپنۍ اکونټ ته پېسې رسیږي.
تجار فزیکي پېسې عزیزي بانک ته ورکړې او فزیکي پېسې هم د عزیزي بانک سره پاتې شوې، خو ټیوټا کمپنۍ ته جاپاني بانک پېسې ورکړې.
جاپاني بانک ته خو د عزیزي بانک نه فزیکي پېسې نه دي رسېدلي نو څنګه یې ټیوټا کمپنۍ ته ورکړئ؟
زموږ کوم نهه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر چې په امریکا کې دي همدا پېسې زموږ د هېواد یعنې د بانکونو د راکړې ورکړې تضمین دی چې نیویارک سیي بانک یې هر هغه بانک ته ورکوي چې زموږ بانکونه یې حواله کوي.
افغانستان په کال کې تر اته میلیارده ‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډالرو ‌‌‌‌‌‌ډېر واردات لري چې همدا نهه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر یې تضمین دی، که چېرې دا نهه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر څوک فکر کوي چې په دې سختو کې بايد مصرف شي یا د بودیجې برخه شي نو بیا د نړۍ والو سره تجارت نه لاس ووینځئ او افغانۍ به بیا تش کاغذ پاتې شي. دا نهه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر د افغانیو تضمین یا پوشتیوانه ده او په هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول بل ځای د مصرف وړ نه دي.
نیویارک سیټي بانک هر کال زموږ کری‌‌‌‌‌‌ډیت او ‌‌‌‌‌‌ډبیټ محاسبه کوي او زموږ د ذخیرې په اندازه زموږ د پیسو د راکړې ورکړې تضمین کوي. ‌‌‌‌‌‌ډېر کم وخت داسې پېښېږي چې نغدې پیسې افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پاتې شي، بیا نیویارک ته فزیکي انتقالېږي، خو دا ‌‌‌‌‌‌ډېر کم وخت پېښيږي اکثره وخت حساب تصفیه وي یعنې صادرات+ کمکونه زموږ د وراداتو سره برابر وي. یعنې د پیسو فزیکي انتقال ته ضرورت نه پېښېږي
په دې هیله چې اوس مو سر خلاص شوی وي چې نهه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر کومې پېسې دي او ولې په امریکا کې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب