شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ط پر ځای حزب اسلامي د څه باندې سلو امنيتي منسوبينو...

د ط پر ځای حزب اسلامي د څه باندې سلو امنيتي منسوبينو د مرموزو وژنو راپور رد کړ

تاند:( جمعه شنبه، د قوس دولسمه)‏‏‏‏ تر هغې وروسته، چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان پر طالبانو د څه باندې سلو مخکینیو پوځي او امنیتي منسوبینو د وژلو او ورکولو تور پورې کړ، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دغې ادعا ته توند غبرګون وښود.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي همايون جریر وویل، چې طالبان په داسې وژنو کې لاس نه لري او د دوی د تورونولو لپاره اسناد په لاس کې نشته.

ښاغلي جریر تور پورې کړ، چې ورته ادعاوې د طالبانو د بدنامولو لپاره کیږي او واقعیت نه لري.

هغه په مزار شريف کې د څلورو ښځينه فعالانو د وژنې په تور د یو شمېر کسانو د نیول کیدو راپور ته په اشارې سره وويل، چې طالبان په دې برخه کې جدي دي او د دا ډول پېښو عاملان را نيسي.

د حزب اسلامي دغه مطرح غړي دغه راز د طالبانو د واکمنۍ پر ملاتړ له ټینګار سره وویل، چې د طالبانو کابينه تر مخکینيو ډېرو کابینو غوره ده.

د هغه په خبره، د طالبانو اکثره وزیران په زندانونو کې بنديان وو او له دې کبله د خلکو په دردونو خبر دي.

په دې کابینه کې د ښځینه وو نه موجوديت د حزب اسلامي د دغه مشر لپاره مهمه ستونزه نه وه، ځکه په خبره یې طالبانو د ښځو حقونه د اسلام په رڼا کې ورکړي او لا تامینولو ته یې ژمن دي.

هغه په کابينه کې د هزاره ګانو او نورو قومونو کمرنګه حضور ته کومه تبصره ونه کړه.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تېره دوشنبه وويل، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو پورې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازې په غزني، هلمند او کندهار ولايتونو کې وژلي یا ورک کړي دي.

سرچینې ویلي، چې د طالبانو دا ډول وژنې او ځورونې سبب شوي، چې خلک د دوی لخوا د عمومي بښنې په اړه پر شوي اعلان بې اعتباره شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې د طالبانو په لاس د مخکينيو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو مرموزو وژنو سخت انديښمن کړي او ځانګړي استازي یې د دوحې په تازه مذاکراتو کې په دې اړه له طالب پلاوي سره خپل اعتراض او انديښنې شریکې کړي دي.

طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په دې اړه یې مخکې ورته څرګندونې رد کړې وې.

5 COMMENTS

  1. دملل متحد ورځ وه وطنخرڅونکو دافغانستان په خلاف راپورونه ورکړی وو چه دامریکا پخوانی بلا ګردان ژوندی مړی سلو ته رسیدلی دی. طالبانو او دمنطقی خلکو بیا ګومان کاوه چه پحوانی جنایتکاران دپښتونوالی ددودونو په اساس دمرګونو پوروړی دی او دسر په سر دسر غوښتنی لری. طالبانو دا هم وویل چه دعمومی عفوی نه په سوء استفادی باندی متهم وطنخرڅونکی نیول شوی.
    افغانان به دوطنفروشانو او بهرنی توطیه ګرو دبغارو او شورماشورو یو څو نوری ورځی هم ځوریږی.
    دا چه ملل متحد دشیطانانو خونه ده، افغانان دی اول په ځان باور ولری او بیا دی خدای ته لاسونه لپه کړی چه دکور لړم او بهرنی ماران باندی و نه اوروی.
    ګلببو! دمور شیدی دی سی. زه هم نور ورته ګلببو نه وایم. محترم ګلبدین خپله اسلامی او ملی دنده ترسره کړی. نور افغانان دی هم دا کار وکړی. البته دزړو او نوی تښتیدلی افغانانو نه هیله نسته. خال خال بیا هم شته چه زما په مثال ځان افغان بولی او دهغه احساس په خاطر دامریکا او دهغی دځیره خوارو بیعقلانو په جنایاتو سخت ځورول کیږی.

  2. حزب اسلامی د تالبانو په ځیر په سونو افغانان په پټه او مرموزه توکه په افغانستان او پیښور کی له تیغه تیر کړی.

    ددوۍ لپاره د یو افغان وژل هیڅ کوم ارزښت نه لری او دواړه د ای ایس ای مزدوران او د افغانستان د ښیرازۍ دښمنان دی

    ډیر شواهد موجد دی چی دا ثابتوی چی تالبان په هدفی وژنو کی لاس لری او داډول وژنی به د تالبانو د زور واکۍ په دوره کی همیشه دوام ولری

    د خزب اسلامی ملاتړ د تالبانو نه داسی معنی لری لکه سپی چی د لیوه ملاتړ ته راووزی او ناروا وژل او داړل يی روا وبولی او هر هغه څوک چی دا ډول ناروا وژنو په خلاف غږ راپورته کړی او د تالبانو د وحشت او جنایت نه پرده پورته کوی هم وداړی.

    د حزب اسلامی چی په عوامو کی د حزب نا مسلمانی په نوم شهرت لری د تالب نه ملاتړ په واقیعت کی د تالب د وحشت او جایت تاید دی

  3. ګلبی جانه چي هر څومره لکی وښوروي تاسي څوک نه مني کرار کينه په همدي کي دي پرده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب