Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو کندهار ته څه باندې ۲ سوه ټنه مرسته وليږله

متحده عربي اماراتو کندهار ته څه باندې ۲ سوه ټنه مرسته وليږله

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ طالبان وايي، چې ‏متحدو عربي اماراتو له کندهار سره د ۲۲۸ ټنو خوراکي توکو، غیر خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه.

د کندهار لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا پر نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانانو ترڅنګ ودریږي او له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

طالب چارواکو د دې مرستو د وېش په اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند تېره شپه له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

د هغه دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو مطبوعاتي مبلغينو بيا ويلي، چې حسن اخوند په ولسي او ساده ژبه ملت ته ريښتيا- ريښتيا خبرې وکړې او د دروغو وعدې یې ورنه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...