شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهستانکزی: مخالفین دې هېواد ته ستانه شي خو وزارتونه دې نه غواړي

ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته ستانه شي خو وزارتونه دې نه غواړي

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد ‏‏عباس ستانکزی، چې په بهرنيو چارو وزارت کې يې د نوې طالب واکمنۍ له پیل راهیسې په لومړي ځل وينا کوله، د طالبانو جلا وطنه مخالفین هېواد ته راوبلل.

هغه په ورته وخت کې وويل، چې د دوی مخالفين دې د وزارتونو د ترلاسه کولو په نيت هېواد ته نه راځي.

هغه پر پخوانيو چارواکو له نیوکې سره وویل: موږ یې خپل وطن کې له اوسېدو محروم کړي وو.مګر موږ امارت خپلو ټولو پرونیو مخالفانو ته اعلانونو چې راځئ تاسې ډاډه زړه خپل وطن کې اوسېدلای شئ.

نوموړي زياته کړه: موږ د جلا وطنۍ سختې لېدلي او اوس مو دا جلا وطني په بل هېڅ افغان نده پېرزو.

ستانکزي له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو پرې کیدو موضوع رد او وويل، چې‏نړۍ سره مو اړېکې ندي پرې شوي.

هغه وويل، چې ډیری هېوادونه کابل کې خپلو سفارتونو پرځای دوحې کې دوی سره په اړیکه دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له ډېرو جزییاتو پرته وويل، ډاډ درکوم ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په حېث ځانونه نړېوال سټېج کې و ویني.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې ويل کيږي طالبان په خپلو منځو کې د چوکیو او امکاناتو د وېش په سر سره څو ډلې دي او اختلافات يې ورځ تر بلې زياتيږي.

دوی د مخالفینو له لوري د واک په انحصار تورن دي او پرې تور پورې کيږي، چې ټول واک يې د مدرسو فارغانو ته ورکړی او په حکومتولۍ نه پوهیږي.

طالبان بيا خپل حکومت ټول شموله ګڼي او رئيس الوزرا يې مولوي محمد حسن اخند ټينګار کوي، چې ټوله نړۍ کې د ټاکنو ګټونکي په يوازې ځان له خپلو کسانو حکومت جوړوي.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې دا ډله ټاکنې نه مني، خو په زوره د واک ته رسېدو باوجود ځان د نړۍ له ټاکنو ګټونکو سياسي او متمدنو ادرسونو سره مقايسه کوي.

1 COMMENT

  1. غول مه خوره اوښه ! تاسي هره ورځ خلک سرتيري افسران وژنۍ. لعنتيانو درواغجنو ستاسي په خبرو بي عقل باور کوي.خنزيرانو ! تاسي له افغان ولس بښنه غوښتې چې په زرګونو بي ګناه ماشومان ښځې او باډاګانو مو پخپلو واسکټونو ووژل. د تاسي په بښنه به جاهلان باور کوي تاسي درواغجن منافق ياست تر پخواني دولت تاسي زرځله ډير درواغ واياست ( لعنت الله علی الکاذبين)لعنت د وي په تاسو غلامانو مرتدانو موزيانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب