شنبه, مې 18, 2024
Home+زه په دا خپله انزوا کې ښه یم

زه په دا خپله انزوا کې ښه یم

فرشته جلالزۍ

بلاخره د افغانستان رئیس الوزرا ولس ته وینا وکړه.

ملامحمدحسن اخوند ولس ته سپارښتنه وکړه چې خداي پاک ته بغاري وکړي.

رئیس الوزرا پر ولس شوي الهی نعمتونه یو په یو وګڼل.

هغه وویل: ملته پر تاباندي د دغو نعمتونو شکر لازم دی که نه خداي به موپه سخت عذاب اخته کړي.

ملامحمدحسن اخند پر ملت د انصاف ږغ وکړ او ویې ویل چې له ځانه سره فکر وکړي.

خبرو ته مې غوږ نیولی و اوله ځان سره مې فکر کاوه چې که زه رئیس الوزرا وائ نوڅه به مې ویل؟

خپل د نیویارک سفر را په یاد شو.

یوه ملګرې مې په ملګروملتونوکې کار کوي.

د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې نیویارک ته تللې وم.

زه ظاهرا،  اجتماعي (اکسټرو ورټ) انسان یم.

خودا له مجبوریته یم.

په اصل کې (انټرو ورټ ) یم.

له خلکوسره مې فکر پاش – پاش وي.

له خلکو سره محدوده یم.

محدودیت وسواس را اچوي، تکلیف راکوي.

خوملګرې مې ټينګه وه چې حتمي به ورځم.

دملګروملتونو سازمان یې راښکاره کړ.

په زړه کې را وګرځېدل چې اوس که د افغانستان برخې ته نه ورځم، داسې به وي لکه خورلڼه چې دپلارکلي ته ولاړه شي خو د ورور ترکور تیره شي.

د افغانستان د ځانګړي استازي دفتر ښايي لس دقیقې، پیاده  لاره وه .

دروازې ته چې ور ورسېدو، د سهار یولس بجې وې.

په دروازه کې یوه سړي (ریسیپشن) راته وویل چې څوک نسته او هغوي ټول ډوډۍ ته تللي دي.

ملګرې ته مې مخ ور واړاوه ، وام راځه زه او ته به هم چای او ډوډۍ وخورو بیا به ماسپښین راسو.

خو ریسیپشن په خبره کې را ولوېد، وايي: هغوی اکثر بېرته نه راځي. د غرمې تر ډوډۍ وروسته کورونو ته ځي.

اوف! زړه مې له اوره ډک شو.

دخپل پلار خبره مې په ‌ذهن کې راڅرخېده.

هغه به راته ویل چې (که دي قدرت درلود ، چنګښې به نعل کړې).

زه له خپل ځانه سره (زه) یم او هلته ازاده یم.

په ازادۍ کې بې حده قدرت احساسوم.

په دې احساس کې عبدالرحمن خاني نشه لرم .

خوله خلکو سره دبې وسي احساس کوم.

فکر مې کاوه چې که ولسمشره وائ له دې خلکوسره به مي څنګه حساب کاوه؟

خپل هوټل ته په لاره کې مې د پیاده رو ډبرې شمېرلې.

په تګ – تګ کې  مې د ۲۰۰۹ کال سفر راپه یاد شو.

د افغانستان  دملي‌ شورا دښځو یوه ډله بلجیم ته راغلې وه .

هغوي باید دناټوسازمان ته دافغانستان دښځو پر وضعیت خبرې کړي وائ.

د سهار لسوبجوته مې ځان په بروکسل کې د ناټو مقر ته ور ورساوه.

هلته د ناټو یوه ویانده راته منتظره وه .

ترما، هغې زیاته بيړه درلوده چې د امکان تر حده زیاتې ښځې ووینم او خبرې ورسره وکړم.

خونه په خونه ګرځېده.

د یوې خونې دروازه به یې ورخلاصه کړه، ژړ ، ببر سر به یې ور دننه کړ، بیرته به یې راویوست، مخ به یې ماته راواړه ، وايي: ښځې خودلته هم نسته.

ما باید بېرته په همدې ورځ پرواز هم کړی وائ نو وخت مي‌ کم و.

هغې ته دنده سپارل شوې وه چې ما به د پارلمان له ښځو سره ږغوي.

نو هغه په خپل غم کې وه او زه په خپل کې.

دواړه مایوسې د مجلسونو په یوه صالون کې ناستې او د ښځو انتظار و.

بلاخره په یوه بجه د صالون په دروازه کې شور ماشور شو.

داسې زوږه راتله لکه ورا چې را رسېدلې وي.

د بوټوونو ټکا شوه، خبرې شوې، دعطرو او خولو بوی سو ، شورماشور شو.

چپېنې او پوړیني د افغانستان د بیرغ په رنګ وو.

زموږ ډله را رسېدلې وه.

په روغبړکې خبره شوم چې په دوی کې د یوې د لور واده دی.

وايي: د بلجیم الماس خوبش پيدا مېشه، رفتیم بازار براي خرید.

نورې ښځې څه سیل بین او څه د خاشه – ماشه خرید لپاره ورسره وتلې وې.

ډلې ته مې وویل چې زه زیات وخت نه لرم ، که دافغانستان د ښځو پر وضعیت مرکې شروع کړو  ښه به وي.

ترټولو ټیټکېۍ په کې رامخکې شوه ، وايي: خورې، وضعیت خو یې سخت خراب دی، مخصوصا د پښتنو سیمو.

وام  راځه خو دغه خبره راته وکړه .

وايي: اوس خو د ډوډۍ وخت دی.

د ډوډۍ له ږغ سره ټولې هغه صالون ته ور ننوتلې او مېزونو یې ور ودانګل .

زما فکر رومیانو ته وو.

زما د افغانستان رومیان سخت خوښ دي.

په اروپا کې ترکاري ته کیمیاوي مواد ور اچوي، خوند نه لري.

فکر مې کاوه چې دوی ولې دا رومیان داسې په بیړه خوري؟

تر لږ شېبې وروسته، د ډوډۍ میزونه داسي ول لکه مارغانو چې لوټ کړي‌ وي.

مخ مې ګرمیدو، ګرمېدو، ګرمیدو…

د ډوډۍ پر میز تش قابونه مې شمېرل، دقابونوګلان مې شمېرل.

فکر مې کاوه چې که ولسمشره وائ له دې خلکوسره به مي څنګه حساب کاوه؟

لاهم یو ځواب نه ورته لرم.

خو هر وار چې په افغانستان کې د ښځوپر خراب حالت راپور خپور شوی، هغه حادثه مې سترګوته درېدلې ده.

هغه چپنې، هغه پوړني، دافغانستان بیرغ!

لکه په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې چې ګارډین ورځپانې یو راپور خپور کړ چې د افغانستان د ښځو د فوټبال له لوبډلې سره زیاتی سوی دی.

ټولې لوبډلې نارې وهلې.

دنیا خبرې پرې کولې.

فکر مې کاوه چې که ولسمشره وائ له دې خلکوسره به مي څنګه حساب کاوه؟

د خپل کور مخې ته په پارک کې ناسته وم.

د فوټبال د لوبډلې له نجونو سره د زیاتي په اړه خپل راپور ته مې غوږ نیولی و.

مخامخ په پارک کې یوې کوچنۍ نجلۍ له یوه سپي سره بازۍ کولې.

تور او سپین توپ ورسره و.

ما یې د ټوپ تورې اوسپينې خانې حسابولې.

ځان مې را په یاد شو.

ما به د ښوونځي‌ په وخت کې ګاهې – ګاهې فوټبال کاوه .

زه د کابل په ابوالقاسم فردوسي لیسه کې وم.

دا چې نن دپلانۍ معلمې فشار ټيټ دی او ټولګي ته نه راځي،  تقریبا د هرې ورځې خبره وه.

په داسې خالي ساعتونوکې به موږ ووتلو د ښوونځي صحن ته، د خرمنډولپاره.

هغه وخت نه پوهېدم.

خو اروپا ته چې ولاړم پوه شوم چې څومره زیات وخت مې په مکتب کې ضایع شوی دی.

حیرانه وم چې زه چېرې پاته یم او خلک چیري رسېدلي دي.

د پوهنتون په ټولګي کې به مې دچوکیولرګي حسابل، د مېزونو پښې به مې حسابلې ، دفرش ګلان به مې حسابول.

فکر به مې کاوه چې که ولسمشره وائ له دې خلکوسره به مي څنګه حساب کاوه؟

زه ډیر کلونه وسول چې په دې حساب کې غرقه یم، ډبرې حسابوم، د لارې ډبرې، په موټر کې چوکۍ، په ځنګله کې ونې، دغالیوګلان، د جامو ټنۍ، د اسمان ستوري…

خو یو -یو وخت مې سترګې تورېږي.

لکه په ۲۰۲۰ کال کې د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې وویل چې یو شمېر معلولو ښځو چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته په معاش یا مرستې پسې ورځي، ورته ویلي چې جنسي تقاضا ورڅخه کېږي.

په راپورکې ښځو  ویلي وو چې عادي مامورین لاجنسي تقاضاکوي.

د راپور کلمات مې حسابول، د خپل مېز میخونه مې حسابول، پر مېز پراته کاغذونه مې حسابول.

فکر مې کاوه چې که ولسمشره وائ له دې خلکو سره به مي څنګه حساب کاوه؟

فکر مې کاوه چې ما به اول به دچاپرلمن لاس نیو؟

فکر مې کاوه چې اول به مې له چا سره حساب کاوه؟

له ځانه وډاړه سوم.

سترګې مې تورېدې.

د دفتر مېزونه، چوکۍ، کمپيوټرونه، دیوالونه، کړکۍ … ټول شیان تاوېدل، څرخېدل.

کار مې بس کړ، کورته روانه سوم.

په لاره کې مې ځان ته ویل چې ته په دا خپله انزوا کې ښه ېې.

عبدالرحمان خان دي د جنتونو سردار شي!

دملاحسن اخوند وینا خلاصه شوه.

وايي، له الهي غضبه وډار شئ!

په فکر کې یم چې  الهي غضب لا پاتې دی.

4 COMMENTS

  1. اغلې او قدرمنې فرشتې خورې
    ډیر په زړه پورې لیکنه مو کړې ده، څو ځایه صحنې مو راخیستې دي، ریښتیا هم چې مسؤولیت د تیرو چارواکو لخوا ډیر لږ درک شوی و. خو د نن ورځې حالت بیا ډیر د افسوس وړ دی. او موږ او تاسې هیلې، ارادې او احساس ډیر هسک لرو، خو څه وکړو چې په لاس کې هغه ځواک نلرو چې پریکړې وکړو، خو دومره کولای شو چې یو بل سره مرکې، جرګې او مرسته وکړو.

  2. دودیال
    شاید د کوم بهرنی لیکوال داسی ښکلی او له معنا او انځورونو ډکه لیکنه می لوستی وی، خو زموږ خپلو مطبوعاتو او ویبپاڼو کی دا اول ځل دی چی داسې د ژور درک او احساس پاروونکی لیکنه لولم. له لده مرغه افغانان ډیرې نیمګړتیاوی لری، که عوام دی که خواص. د دی علت دا دی چی ښوونځي کی یی وخت ضایع کیږی، پوهنتون کی یې وخت ضایع کیږی، دکار پروخت هم خپل هم د نورو وخت ضایع کوی، ارزښتونو ته متوجه ندی. مسوئولیت پذیره ندی روزل شوی … ډیرې نور نیمګړتیاوی، خو دا وطن کی جوړوی زموږ خویندی به یی جوړوی ډیر ځله او تقریباً هر صنف کی می نجونو شاګردانو ته دا خبره کړی:
    ( افغانستان که جوړیږی تاسی به یی را جوړ کئ، له نارینه وو خطاده) نجونی به هم خوشحاله شوی هم به حیرانی شوی. خو وروسته به می فکر کاو چی دوی فکر ونه کړی تمسخر کوی. جدی وایم افغانستان فقط تاسو غوندی خویندی جوړولای شی دا نور (هسی چټي). . هسې چټي اصطلاح به ارواښاد روهی صاحب ډیره کاروله . دی اصطلاح یوه کیسه هم لرله. دا کیسه یی یوه فرهنګی مجلس کی وکړه وروسته تر هغه ډیرو فرهنګیانو او له هغی جملی ارواښاد زریاب صاحب هم ډیره کاروله. هغه آن دری لیکنو کی ورګډه کړه
    د روهی صاحب دغی کیسی او اصطلاح یوه ډیره ژوره معنا درولوده. زه به راتلونکی ورځ د دې اصطلاح کیسه همدی تاند کی ولیکم
    روهی صاحب یو وطندوست، زړه سواندی، د ظریف احساس خاوند شخص و، خدای دی یی وبخښي. لکه ستاسو د دغی لیکنی په شان یی سبینی خبری کولی، هر ټکی به یی پند او عبرت و. هره ورځ ډیر څه لولم خو نن همدا یوه لیکنه را ته کافی ده. همدا !

  3. سلامونه،
    آغلې خور جلالزۍ فرښتې! ډېره په زړء پورې ليکنه ده. د مشر پوهاند دودیال بشير خان څرګندونې هم تاییدوم.
    زما تبصرې: په م.م.م. کښې خو غیر له ارواښاد پژواک څخه بل چا د پښتون+افغان لپاره ژغ نه دی پورته کړی .
    په لسونو زره $ او عیاشئ!!. همدارنګه په یوروپ کښې ظاهراََ افغاني لباس مګر ولې دومره د ډوډۍ وږیتوب؟؟ > د ورځې څو ټنه غذا ایسته لوېږي؟؟.!
    -تاسو باور وکړئ ، زه هم چې اوس څو کاله کېږي بروکسل کې زوند کوءم ،د موټرونو لمبر پلیټونه ( اعداد او لټرز یا توري) لولم.هه
    دا ولې؟ ځکه مونږ هم په حبيبېې لیسه کې په ۱۳۴۷-۱۳۵۲ ه.ش. ډیر وخت په مرده باد او زنده باد مظاهرو، او دهندي فلمونو په سینماوو ضايع کړی و؛ لاکن د حیرت وړ دا وه چې زه بیا هم اولنمره وم!هه حه..
    زما په فکر له امین ،تره کي، ببرک،نجیب، مجډدي، رباني، ملا عمر آخوند ، کرزي ،م.اشرف غني او اوس هیبه ت اله آخوند نیولې تر کلیوالي خان او ولسي وګړي باندې د الله تعالی امتحان او ابتلاء ده چې ( آیا صبر او شکر کوي که نه ؟؟ )
    او دا پوښتنې چې ( دا /دی دې په کومه ګناه وواژهء؟ ؛ او دا مال او دارایی دې له کومه کړل؟؟ ) ځوابونه او تفکر ،پس له خلفای راشدین، عمر بن عبدلعزیز رح. ؛نوشیروان عادل ، او ځینو عثماني سلاطینو ؛ او مرحوم احمد شاه بابا .. بل مسلمان نه دي کړي#
    راځئ چې له ۱۵.پېړۍ ووځو او د ۲۱. او ۲۲. پیړیو سره ځانونه سیال کړو .

  4. دودیال صاحب ،
    زه دا څو ورځې په سفر کې وم ، نه مې سو کولائ چې ځه ولیکم خو خوشحاله وم چې تاسو زما پردې یادداشت تبصره کښلې ده اودومره ښکلې خبرې مو راته لیکلي دی. اوس چې خپل کمپیوټر ته ناسته یم او غواړم چې ولیکم، حیرانه یم چې څه ولیکم؟
    زما په اړه ستاسو د ښکلو الفاظو جواب نه لرم. له زړه مننه درڅخه کوم !‌
    ایا د مننې لفظ یوڅه کلیشه غوندې دی؟ کله کله انسان بې چاره شي بیا کلیشې ته ورځې،‌ نو زه پر همدې اکتفا کوم چې بې چاره یم او هېڅ لفظ‌ نه لرم!‌

    د ښځو او نارینه په برخه کې ستاسې پاک احساس د قدر وړ دی. خو زموږ ټولنه ډېره مظلومه ده. له موږ سره ظلم شوی او موږ هم پر خپل ځان ظلم کړی دی. په دلایلو به یې خبرې نه کوو. خو بیا هم،‌زه باور لرم چې موږ ډېر کلک خلک یوو. که دومره بدبختي د نړۍ په هره بله برخه کې راغلې وائ خلک به یې لیونیان وو. خو موږ لا هم خاندو، ژاړو، مینه کوو او ژوند کوو. زموږ پر ښځو او نارینه دي‌ افرین يي‌!‌

    ما تر څو کلونو وروسته په ازادي‌ راډیو کې له کاره استعفی وکړه او د خداي‌ په امانۍ په ورځ نه پوهېدم چې له چا اول مننه وکړم او د چا نوم اول واخلم. په اصل کې زما هر نارینه همکار ما ته غیرت ، شفقت ، احسان، پښتونولي او شهامت را زده کړ. هر یوه زما پر سره داسې لاس نیولی و چې ما فکر کاوه چې دا دنیا زما تر پښو لاندې ده او زه باید ورته ووایم چې ځه ! ما حتی پښتو ژبه له هغوي زده کړه (ما دري‌ښوونځي لوستی ) ، که هغوي‌ نه وائ زه به نن ددومره لیکلو جوګه نه وائ‌.
    په پښتنو نارینه و کې بې حسابه ښکلي خلک شته چې حساب پرې کولائ سو.
    تاسو خپله یې یو ښه مثال یاست ! تاسو چې کوم یادداشت ماته لیکلی دی ،‌زما یو عمر بس دی چې پرې خوشحاله او سر لوړې اوسم!‌
    د ارواښاد روهي‌ صاحب پر خاطره ستاسو لیکنه به ولولم. افسوس چې هغه ښکلي خلک نسته خو شکر چې ستاسې په څېر ښکلي خلک سته چې د هغوي یاد ژوندی ساتي او خاطرې یې تر موږه چې په یوه کرغيړن او جګړې ځپلي‌ وخت پوري‌ تړلي یوو، را رسوي،‌ ستاسو لیکنې زه په شوق لولم .
    انشالله یو وخت به راسي چې موږ به نور داسې مجبور او کمزوري‌ نه یوو. یو وخت به راشي چې موږ به داسې لویدلي، بې وزلې، بې هویته او بې هېواده نه یوو. هغه وخت به د خپل اصلیت د څرګندولوموقع او فرصت لرو.
    (وخت به راځي‌ چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري – منصور به ګرزي‌ مستانه ملا به دار نه لري)
    خداي‌ دي‌ ستاسو مل سي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب