پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهګارډین: د افغاني رسنیو وضعیت د سختیدونکو قیوداتو له کبله ورځ تربلې...

ګارډین: د افغاني رسنیو وضعیت د سختیدونکو قیوداتو له کبله ورځ تربلې خرابیږي

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ ‏ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې، د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان د رسنیو وضعیت ارزولی او مخ په سقوط او تمامیدو یې ګڼلی.

دغې ورځپاڼې د رسنیزو بنسټونو په حواله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې څه باندې دوه نیم سوه ورځپاڼې، راډیوګانې او ټلویزونونه په ټپه دریدلي.

سرچینه زیاتوي، چې سربېره پر دې د ټولو افغان خبریالانو ۷۰ سلنې یې وزګار شوي او دندې یې د لاسه ورکړي دي.

 ګارډین وایي، چې د طالبانو له واکمنیدو مخکې د افغانستان په رسنیو کې تر ۷۰۰ پورې ښځینه وو دندې لرلې،خو اوس دا کچه د محدودو لسګونه تنو حد ته رسیدلې ده.

په مزار شریف کې د حبیب الله په نوم یوه عکاس ګارډین ته ویلي، چې عکاسي یې پریښې او د ټیکسي چلولو په لټه دی، ځکه چې د یوه عکس اخیستو لپاره باید څلور – پينځه ساعته باید هڅه وکړي چې د طالبانو اجازه ترلاسه او بیا عکس واخلي.

په کندهار کې د زما راډیو مشر ویلي، چې دوی ته د ښځینه کارکوونکو د رخصتولو ترڅنګ د موسیقۍ د نه خپرولو امر شوی.

سربېره پر دې، سیمه ییزو رسنیو ویلي چې ان پخپله شاوخوا کې د سترګو لیدلې پېښې ځکه نه شي خپرولای، چې طالبانو د دوی لخوا د تایید شویو خبرونو د خپرولو حکم ورته کړی.

د رسنیو مسوولینو ګارډین ته ویلي، چې دوی د خپل سقوط ورځې شمېري او ممکن زر دروازې بندې او له افغانستان څخه د ازادو رسنیو ټغر ټول شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او قیودات یې پرې نه دي لګولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب