پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهګیلاني: بهرنیو چارو وزارت دې پاکستان د افغانستان له استازیتوب څخه را...

ګیلاني: بهرنیو چارو وزارت دې پاکستان د افغانستان له استازیتوب څخه را وګرځوي

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ ‏د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت څخه غواړي، چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان د را څرګندیدو مخه ونیسي.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې پاکستاني چارواکي د طالبانو له واکمنیدو وروسته په پرله پسې ډول د افغانستان د استازیتوب تمثیل کوي.

د ده په وینا، په دې اړه باید د بهرنیو چارو وزارت فعال شي او د دې رول د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ورته نیوکه او غوښتنه کړې وه.

کرزي ویلي و، چې پاکستان په نړیوال سټېج کې د افغانستان د استازیتوب هڅې کوي، خو دا یې حق نه دی.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ټینګار لري چې دوی خپلواک دي او څوک یې په چارو کې د مداخلې حق نه لري.

په وروستیو کې پاکستان ته د افغانستان د پوځي تجهیزاتو او وسلو د انتقال موضوع هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېره بحث کیږي او خپله د طالبانو یو شمېر مطبوعاتي چارواکي یې نقدوي او نیوکې ورباندې کوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو خو لا دوی تورن کړي، چې افغانستان یې د پاکستان پینځمه صوبه ګرځولې، خو طالبانو دا ډول خبرې د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي.

په ټوله کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې یوه ناندریزه موضوع ده، چې د دوی منتقدین یې تل نقدوي.

د پاکستان د حقانیه مدرسې مرستیال، چې ډېری طالب مشران یې د مدرسې زده کوونکي وو، نیویارک ټایمز ته د یوې تازه مرکې پر مهال ویلي: موږ ویاړو، چې زموږ روزلي شاګردان د افغانستان حاکمان شوي دي.

5 COMMENTS

  1. حکیکت دی
    دا هیواد دی پوکستان لخوا نیول سوی دی
    افغانستان دپاکستان لخوا حکومت کیږی

    طالیبون یی مزدورون دی

  2. که حقانیه مدرسه پدی ویاړی او فخر کوی چه شاګردان یی په افغانستان حاکم شوی ، بیا پدی هم باید د شرم احساس وکړی، چه ولی د ۷۵ کاله راهیسی په پاکستان کی یی شاګردان په محکومیت کی ژوند کوی او واک تل د سکولر تنظیمونه په لاس کی دی

  3. ګیلانی صاحب سلام
    وایی یو سړی نامزد شوی وه خو دخسر کله هیڅ نه وه تللی . تصمیم یې ونیوه چې دهغه کورته لاړشی. مور یې ورته وویل چې هلته ور سېدې نو خبرې به ترتیب او ادب سره کوې او خپل خیال به ساتې چې هغوی داسې فکر ونه کړی چی ته هسې کاواکه سړی یی . لومړی به سلام ورکوی او بیا به وایې چې او صاحب!
    سړی وخوځېد او ځان سره صاحب وایی چې یوې ونې ته ورسېد ګوری چې یو کا رغی په ونه کې ناست دی والوت او د کارغی غږ یی په سر کې پاتې شو ځان سره کاغ وایی کله چې دخسر کره ورسېد خواښې یې ورته وایی ستړی مه شې دی ورته وایی کاغ بیا ورته وایی ډوډۍ وخوره دی ورته وایی کاغ خسر یی لرګی پسی رواخیست وځه کاغ کاغ غوږونه دې را وخواړه.
    قریشی موریشی ، هندوان، چین ،روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونه سهار او مازدیګر کنفرانسونه دی د امتیازاتو په خاطر ګیلې اوګذارې لری خو دامرکایی سیاست په واړندې چې اقتصادی فشار له ځان سره لری او په سیاسی ابزارو کې یی را څرګندوی هسی خاورې بادول او خالی بوس دی. دا بی غیرتان چې دومره خواخوږی لری ولې يې په رسمیت نه شی پیژندلی؟
    دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی چې څه ډول عکس العمل وښیی خو قریشی خان په دېپلو ماتیک اهانت تورن دی.
    قریشی باید هم دا تجربه ولری چې افغان ولس یې نه شی زغملی. افغا نستا ن داسی دانشمندان لری چې قریشی ته منطقی دېپلوماتیک دسپلین ور وښیی.
    کورودان

  4. نو دوۍ خو د پنجاب نمک حرامي نسي کولای هغه ددوۍ لوی لالا ده . دغه مرتد طالبان د پنجاب داسي تابع دي لکه سپئ سي خپل خاوند ته لکۍ وهي.نو دوۍ به څنګه نه تابع کيږي په داسي حال کې سي پنجاب دوۍ بي اورتو راليږلي. طالب يو موزي مرتد او ددريمې پيړۍ تر غلام ذليل ده. ددوۍ وينه خبيثه ده پنجابي وينه لري د افغان د ويني څرک نه پکې لګيږي. کله دغه موزيان وجدان لري پنجاب په امريکايانو داسي خرڅول لکه د لاندي پسونه او څومره يې ووژل. خو ددوۍ ضمير مړ ده افغانستان يې پنجاب ته سوغات کړ.

  5. چي ډير وي پنځوس زره تالبن به وي چي افغانستان يي پنجاب ته ډالی کړو نو دا نور څلويښت مليونه چيرته ول؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب